د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانان هم حق لري چې خاورې ته یې سوله راشي"



خالد خان مشال راډيو

پېښور:- پښتون ملت پاله مشران او پوهان د افغان سولي بهیر په اړه په دغه یوه نقطه متفیق دي چې د مخکې په نسبت د پاکستان، افغانستان او امریکا دولتونه د منطقې په امن راوستو کې مخلص ښکاري او دوی ته په کار ده د خپل اثر لاندې ټولو هغه ډلو ټپلو او قوتونو ته د روغې جوړې موقع ورکړي، چې په جنګ کې لاس لري.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان او افغانستان حکومتونو یوبل ته نژدي کیدل د د دواړو هیوادونو د ولسونو په ګډه ګڼي او وايي چې د خبرو په لار په خپل مینځ کې بداعتمادي لري کړي ، دی وایي د دواړو هیوادونو دغه هڅې به په دې منطقه کې د ریاست په ضد په منظمه ترهګرې او مزاحمت کې کمی راوړي.

اسفندیار ولي خان په پاکستان کې دننه وسله والو ته یوځل بیا دخبرو اترو بلنه ورکړه او و یې ويل.

((موږ خبرو اترو ته تیاریو زه دانه وایم چې هغوی دې ټوپک ماته حواله کړي، زه تیاریم خبروته. زه ورته وايم ته خپل ټوپک کور سمبال کړ او راځه ))

دغه شان د پاکستان د کورنو چارو پخوانی وزیر او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شیر پاواحمد خان وايي، چې د امن بهیر کې پاکستان، امریکا او افغانستان ګاونډي هیوادونه د خپلې برخي کردار په اېماندارۍ ادا کړي او بیا د افغان د طالبانو مشر ملا محمدعمر پخلا کول ډیر ضروري دي،

دی وایي، چې د پولي دواړو خواو ته میشت افغانان او پښتانه د هم د خپلو سیمو کې د امن راوستو له پاره وړي او لويې جرګې وکړي .

په پیښور کې د انګرېزي ورځپاڼې دې نیوز اېډیټراو د افغان چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي، چې افغان طالبان او ځیني نورو مزاحمتي قوتونو دننه اوس هم د امریکا او افغان حکومت خلاف کرکه اوبد اعتمادي موجوده ده او تر څو پورې چې د امریکې او نور بهرنیو ځواکونه د افغانستان نه په مکمله توګه نه وي وتلي دغه جنګ به جاري وي.

خو د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر سېنېټر افراسیاب خټک چې په افغان چارو باندې ژور نظر لري وايي، د افغانستان حالات د پخوا په شان نه دي. د کمیونزم او د مذهب د جنګ نوم هغه تصور پاته نه دی. او که چېري بهرنی قوتونه د افغانستان دننه لاسوهنه بنده کړي نو افغانان خپل منیځ کې سولي کولو ته تیاردي.

(( له ۳۰ کالو جنګ راروان دی، د دې لپاره وخت په کار دی، حوصله په کار ده، صبر په کار دی، اوخواري پکارده غټه خبره دا ده دا په مسله کې ښکېل لوبغاري باید په دې وپوهیږي چې له خپلسریو به تېرېېږي یو بل ته به اوږه کښته کوي، بیا نو خبرې پر مخ تلای شي. هره ډله به په خپل دریځ کې نرمښت راوړي. او د افغانانو د وینې خیال وساتي، هغه خلک چې اخري افغان پورې جنګ کول غواړي، هغوی په غلطه دي. دا د افغانانو حق دی چې خپل وطن ته یې سوله راشي.))

دغه پښتون ملت پاله مشرانو او پوهانو د پاکستان لخوا د ځینو افغان طالبانو خوشي کېدل د سولی په بهیر کې یو مثبت قدم ګڼلی دی او خوشبین دي چې د پاکستان او افغانستان موجوده واکداران به په خپلمینځ کې د اعتماد فضا نوره هم مظبوطه کړي.

XS
SM
MD
LG