د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېټمي ټېکنالوجۍ د پاکستان اوامريکا خبرې



د امريکا سفارتخانې ځای ناستي وياند مېټ بولېنډ وايي، چې د پاکستان او امرېکا ترمنځ د کاري ډلې يو ورځنۍ خبرو اترو کې به د امرېکا لخوا د وسلو کنټرول مرستیالې وزيرې مېرمن روز ګټمالر په مشرۍ کې يوه ډله برخه اخلي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې بولېنډ وویل په دې غونډه کې به د اېټمي وسلو نه خورولو له پاره د نړيوالې ټولنې هلې ځلې او له دې سره سره د امنيتې مقصدونو له پاره د اېټمي وسلو پر استعمال خبرې کېږي.
دی زیاتوي په دې خبرو کې به دا هم کتل کېږي، چې څه رنګه په موثره توګه د اېټمي وسلو نه خورولو او د او کېمياوي وسلو له یوه ځاییه بل ځای ته رسولو مخه ونيول شي.

په دغه اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د خارجه دفتر يو چارواکي د غونډې پخلی وکړو او وېې ويل چې دپاکستان لخوا به دې مذاکراتو کې د مرستیال سیکرېټری اعزاز احمد چوهدري په مشرۍ کې يوه ډله ګډون کوي خو نوموړي د نور تفصيل ورکولو نه ډډه وکړه.

وخت په وخت د پاکستان په جوهري پروګرام نيوکې کېږي چې ګني دا په غلطو لاسونو کې لوېدلای شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د قامي سلامتۍ له پاره د وزيراعظم پخوانی سلاکار او امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير مېجر جنرل ریټایرډ محمود علي دراني وویل، داسې څه خطره موجود نه ده البته د ډاکټر عبدالقدير په وخت کې داسې غلطۍ شوې وې خو روستو بياد دې له پاره نور پاخه ګامونه پورته کړل شوي او اوس دا اثاثه دومره محفوظ دي څومره چې د بل يو ملک هغه دي.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG