د لاسرسي ځای

تازه خبر

مورسي له خپلو مخالفانو سره خبرې کوي


په داسې حال کې چې د مصر د بحران د ختمولو لپاره اپوزيشن ډلو د صدر محمد مورسي د ملاقات بلنه رد کړي، تمه ده چې مورسي به نن خپلو مخالفينو سره د مذاکراتو کوششونه جاري وساتي.

په مصر کې د نومبر له دوه ويشتم تاريخ څخه له دې وجې مظاهرې شروع شوي چې محمد مورسي د ولسمشر په حيث ځانته ډير اختيارات ورکړل. د مصر بحران له هغه وروسته لا پسې ژور شو چې نوموړي د دسمبر پر پنځلسم تاريخ د آيين په اړه د يو ريفرنډم کولو وويل. اپوزيشن ډلې چې له صدر مورسي څخه د دغه صدارتي فرمان واپس اخيستو غوښتنه کوي.

د چارشنبې په ورځ د مصري صدر د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ نښتو کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو. د امريکا ولسمشر باراک اوباما د مصر د ولسمشر سره په خبرو کې د تاو تريخوالي د حتمولو او مسلې د حل راويستو لپاره په خبرو اترو زور راوړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG