د افغانستان د ملي امنیت مشر کابل ته څيرمه امریکايي پوځي روغتون ته بیول شوي. هغه چې پرون په کابل کې د طالبانو له یوې وژونکې حملې وژغورل شو نن د امنیتي سرچینو په حواله ویل کیږي؛ چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی.
اسد اله خالد پرون په خپل میلمستون کې د دې حملې ښکار شو. په کابل کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند بې له چې په دې اړه ډیر جزییات وړاندې کړي؛ د فرانسې خبري اژانس دا خبره تایید کړې ده؛ چې اسد اله خالد د بګرام روغتون ته انتقال شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د امنیتي سرچینو په حواله بې له دې چې خپل نوم واخلي ویلي؛ چې د اسداله خالد وضعیت ښه او د اطمینان وړ دی.
اسد اله خالد ته تر حملې وورسته لومړي د ملي امینت په روغتون کې د جراحي عملیات تر سره شو. افغان ولسمشر هم پرون د هغه لېدو ته ورغلی و.
فرانس پرس زیاتوي، ځیني چارواکي وايي، چې اسداله خالد په نس او سر لګیدلی، خو د هغه ډاکتران وایي، چې دا ټپونه دومره خطرناک نه دي؛ چې د هغه ژوند ته خطر پیښ کړي.
پر اسداله خالد دا ډول حملې د دې حقیقت په اړه پوښتنې راولاړې کړي؛ چې یو ځان وژونکی چې دې ځای ته لاره موندلې؛ چې د افغانستان داسې یو مهم چارواکی په نخښه کړي ایا دا کس اسد اله خالد پیژانده او که څنګه؟
تر اوسه د حکومت له خوا د ځان وژونکي په اړه هیڅ کوم معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو طالبانو په دې اړه په خپله اعلامیې کې د پیښې مسوولیت واخیست او وايي، چې ځان وژونکي حافظ محمد نومیده.
تیر کال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په ورته حمله کې ووژل شو؛ چې هغه مهال ځان وژنکي په خپلې لونګۍ کې چاودیدونکي مواد پټ کړي وو.
اسدا له خالد د طالبانو ضد یو ډیر پیاوړی کس او کرزي ته ډیر نیژدې سړی بلل کیږي.
اسدالله خالد چې مخکې یې د غزني او کندهار د والي او د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر پر دندو کار کړی په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت د رییس په توګه له ولسي جرګې د اعتماد رایه واخیسته