د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د افغان ځواکونو چاڼیږ عملیات روان دي





دخوست ولایت د موسي خیلو په ولسوالۍ کې دملي اردو په مشرۍ دعقاب جنګل په نوم ګد چاڼیز عملیات ،چې له دریو ورځو راهیسې په یاده سیمه کې پیل شوي ،موخه يې د دولتي حاکمیت غځونه ،دامن ټینګول ،له سیمې دوسلوالو مخالفینو شړل،تعقیب یا نیونه او ترڅنګ يې دخلکو دحمایت او ملاتړ خپلول په ګوته شوي دي.

دامنیتي ادارو د مسوولینو په وینا عملیات يې په خپلواکه توګه پیل کړي او په دې کې له ملي پوځ سره ملي پولیس،سرحدي پولیس او دملي امنیت منسوبین هم ملګري دي.

په خوست کې د۲۰۳ تندر قول اردو دلومړی پلې لواء درستیزوال ډګروال محمد لښکر وویل ،چې د دوی ځواکونه تر دې مهاله دوسله والو مخالفینو له هیڅ مقاومت سره نه دي مخامخ شوي، خو د لارې په اوږدو کې يې یو شمیر ښخ شوي ماینونه شنډ کړي دي.

بلخوا دموسی خیلو ولسوالۍ ځايي خلک هم دافغان ځواکونو له خوا په یاده سیمه کې پرچاڼیزو عملیاتو خوښ دي او وايي، چې که افغان امنیتي ځواکونه له دوی سره مرستندوی پاته شي نو سیمه وال هم ورسره څنګ پر څنګ ودرېږي.

دپوځي کتونکو له انده که چېرې د افغان ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو وروسته په تصفیه شویو سیمو کې ثابتې امنیتي پوستې جوړې نه شي ،په حقیقي بڼه به د حاکمیت ټینګښت او غځونه ستونزمنه وي.

نجیب الله الوخېل مشال راډيو خوست
XS
SM
MD
LG