د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو دې له افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کړي.کلنټن




د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، د ناټو د متحدانو لپاره دا مهمه ده چې د افغانستان د امنیت په برخه هغه ژمنې پرځای کړي چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته یې کړې دي.

نړیوالو یوازې د امنیت په برخه کې له افغانستان سره ژمنه کړې ده چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هر کال څلور اعشاریه یو میلیارډ ډالره مرسته وکړي، خو د رویټرز اژانس په وینا داسې اندیښنې شته چې اروپایي هیوادونه ښایي د اقتصادي بحران له امله دغه ژمنې ترسره نه کړي.

هیلري کلنټن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پرون په بروکسل کې وویل، دا د ټولو په ګټه ده چې ډاډ ترلاسه کړي چې سیمه بیا د نړیوالو ترورستانو په ځالې بدله نه شي.

د هیلري کلنټن په وینا د نولس سوه نهه اتیایم کال تیروتنه باید تکرار نه شي، ځکه چې څوک یې اوس د زغم وس نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د همدې اندیښنې لپاره واشګتن له افغانستان سره ډیرې ژمنې کړې دي او غواړي چې دا ژمنې نن، سبا او په راتلونکې کې پلې شي، دې د واشنګتن او کابل تر منځ امنیتي موافقې ته چې خبرې پرې روانې دي، اشاره وکړه او ویې ویل:

((د امريکا او د افغانستان ترمنيځ خبرې اترې په رښتيا هم له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره زمونږ ژمنتيا ښيي، چې دا هيواد خپل ځان په خپله خوندي کړی، او يو داسې سېاسي بهير پر مخ یوسي چې افغانستان د ډيموکراسی په لوري د وړلو جوګه کړي، يو داسې ټيکاؤ يا استحکام چې د ټولو افغانانو حقونو درناوی لري، او دا مګرتيا به په ليکلو کې راځي، چې امريکا او افغانستان دواړه خوند ترې واخلي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې همداراز په خپلو خبرو کې د سیمې پر هیوادو ټینګار وکړ چې له افغانستان سره مرسته وکړي. دې وویل، د سیمې هر هیواد د افغانستان د راتلونکې په اړه مسولیت لري څو راوړاندې شي او په دې هیواد کې د ثبات راتلو لپاره ګام واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې بیا زیاته کړه چې په افغانستان کې پکار دي چې پرمختګ د افغانانو په مشرۍ وشي او په دغه هیواد کې د سولې هلې ځلې هم باید افغاني وي، څو ټولې خواوې له شخړو لاس واخلي.

د رپوټونو له مخې هیلري کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د ناټو په وروستۍ غونډې کې برخه واخیسته، ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت میرمن کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته استعفی وکړي.

د ناټو غونډه

د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسین وايي، د ناټو د بهرنو چارو وزيرانو د افغانستان د بهرنو چارو وزير سره په برسلز کې غونډه ګته وره بللې.

د چارشنبې ورځې په غونډه کې د ۲۰۱۴ کال تر پايیه په افغانستان کې امنيتي ذمه واريانې افغان ځواکونو ته سپارل او د افغان پوليسو او پوځيانو د نوي روزنیز ماموریت(مشن) په اړه خبرې وکړې.

راسموسین د غونډي وروسته خبريالانو ته وويل چې ناټو به ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغان امنيتي ځواکونو سره مرستي وکړي.

XS
SM
MD
LG