د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریدونه مو حوصلې نه شي ټیټولای. د پېښور پولیس




انیسه اجمل مشال راډیو

پراګ:- په خیبر پښتونخوا او په خاصه توګه په پیښور کې په دې روستیو کې پر پولیس د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، هر څو که پر دوی بریدونه کېږي خو دوی په خبره، حوصلې یې لوړې دي. او وايي، چې خپل ژوند د نورو غوندې ښه تیروي.

د صوابۍ یو پولیس افسر علي وايي، په ۲۰۰۸م کال کې د هغه څلور ملګري په یوه چاودنه کې وژل شوي وو او په خپله یې پښه او لاس زخمي شوی وو.

دی زیاتوي، د ډیوټۍ پر وخت ورته خطره وي ،خو د دې هر څه باوجود خپل ‌ ژوند خوشحاله او سم تیروي . له ډیوټۍ روستو مجلسونه کوي او خپلو ملګرو سره په مختلفو موضوعګانو خبري کوي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې په پیښور کې ایس پي کلام خان په یو ځان مرګي برید کې ووژل شوو . د هغه زوي امجد خان وايي ، پر پلار یې نهه واري حملې شوې وې خو بچ شوی وو ، او کله به هم چې کلام خان له کوره وتو نو ټوله ورځ به دوی سره فکر وو .خو د پلار حوصلې يې دومره اوچتې وې چې نن د دوی لپاره یو مثال دی.

امجد خان وايي ،کلام خان ته به هر وخت د مرګ دهړکې ورکول کیدې خو بیا یې هم ژوند خوشحاله تیرولو، کورنۍ او ملګرو ته به يې وخت ورکولو او حوصله يې لوړه وه.

د مردان سلیمان خان چې دا وخت په پیښور کي پولیس دی، وايي، یو ځل په پېښور کې د دوی له ګاړي سره نزدې ځان مرګی برید وشوو خو دوی ته پکې زیات نقصان ونه رسیدو . دی زیاتوي له هغې پیښی روسته ورته اکثره کورنۍ د کار پريښودو ویل، او ټوله ورځ به یې کورنۍ ورباندې اندېښمنه وه. خو د سلیمان په وینا د خپل قام د حفاظت لپاره به چرته هم خپل کار پرې نږدي.

د پیښور پولیس وايي ، په روان کال کې په پیښور کې ۶۷ پولیس سرتېري ، یو پوځي او وو د ایف سي اهلکار وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG