د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان امن بهیر کي د پاکستان رول


د پاکستان بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر له خپل افغان سیال زلمي رسول سره په اسلام اباد کي روغبړ کوي. 30Nov2012
د پاکستان بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر له خپل افغان سیال زلمي رسول سره په اسلام اباد کي روغبړ کوي. 30Nov2012


ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــــ په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو له افغان او امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه کړي. د پاکستان بهرنو چارو وزيرې د چارشنبي په ورځ د امريکا له بهرنو چارو وزيري هيلري کلنټن سره په برسلز کې ليدلي.

همداراز د پاکستان پوځ مشر اشفاق پرويز کياني هم برسلز ته تللی وو. له دې وړاندې د افغانستان د بهرنو چارو وزير زلمي رسول او د افغان سولی عالي شوری مشر صلاح الدين ربانی د پاکستان سفر کړی وو. د دغو چارواکو په وينا د پاکستان سفر ګټه ور وو او پاکستان هم په افغانستان کې د مثبت کردار لوبولو خبره کړې ده.

په اسلام اباد کې خبريال او د سياسي چارو کارپوه محمد مالک له مشال راډيو سره په خبرو کې دا ملاقاتونه يو مثبت پرمختګ وباله.

))ما يو څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنو چارو وزيري حنا رباني کر سره مرکه کړې وه او په هغه کې يوه په زړه پوري خبره مخکې ته راغلي وه، لومړی به دوی وويل چې يو مستحکم، پرامنه او ملګری افغانستان د پاکستان لپاره مهم دی خو اوس دوی وايي چې مستحکم، پرامنه او خوشاله افغانستان. نو ما پوښتنه وکړه چې ولې یې د ملګري ټکې لرې کړې دې نو د رباني کر ځواب وو چې د ملګري ټکې مو ځکه لري کړي چې افغانستان خوشاله وي نو پخپله به ملګري وي. لومړی به د ملګري نه دا مطالب اخستل کيدو چې په کابل کې د پاکستان تابع حکومت وي چې د پوځ او آی ايس آی تر کنټرول لاندې وي، خو اوس دوی پوه شولو چې هغه وخت تير شوی دی، زمانه بدله شوه، د بادار او مرییه یا غلام واله خبره نه ده پاته، اوس د افغانستان او د سيمي سياسي حالات بدل شوي دي.((

د پاکستان او د افغانستان ترمينځ اړيکي پدي وروستيو کې کړکيچيني شوي وي، او افغانستان کې د زياتره پيښو ذمه وار پاکستان ګڼل کيدو خو په لوړه کچه د خبرو پيل کيدو سره په يو بل تورونو لږولو عمل هم بند شوي دي. په اسلام اباد کې د بهرنو چارو کارپوه ريټايرډ ليفتنټ جنرل طلعت مسعود وايي د ګاونډي هيواد په حيث د پاکستان دا ذمه واري جوړيږي چې د افغانستان د مسلي د حل لپاره کردار ترسره کړي او تر ډيره حده پوري د پاکستان په دريځ کې ښه بدلون راغلي دي.

))پاکستان اوس ډیر سنجيده دی، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته پاکستان دا ګڼي چې ذمه وارې به يې زياتې شي، او دوی په دې هم غور کوی چې د حالاتو سمولو په لړ کې يو مثبت کردار تر سره کړي. موږ ګورو چې د پاکستان لخوا تشې خبرې نه کيږي بلکې عملي ګامونه يې پورته کړي دي او خواهش لري افغانستان پخپله د مستقبل لپاره سوچ وکړي، او په دې لړ کې پاکستان خپلې مرستي هم وړاندې کوي. اوس د پاکستان توجو په طالبانو نه ده بلکې په ټول افغانستان او په سيمه ده. نو دې خبرو ته په کتو سره دا ویلای شو چې د پاکستان په سوچ او فکر کې بدلون راغلیدی((

په اسلام اباد کې کارپوه محمد مالک هم له دې خبرې سره اتفاق کوی چې د افغانستان په اړه د پاکستان فکر کې بدلون راغلی دی خو دوی دا خبره هم په ډاګه کړې چې اوس هم زياتره فيصلو واک له پوځ سره دی.

))د پاکستان کردار اوس ډير جلا دی، دا خبره څرګنده شوه چې د افغانستان پر مسله د پڼډۍ او اسلام اباد يعنې د پوځ او د سياسي حکومت دريځ يو دی. يوه خبره په نظر راځي چې نړۍ تاسې مسله ونه ګڼي بلکې د مسلې هوارونکی مو وبولي، په دې کې شک نشته چې موږ په تېرو وختونو کې مسله وو خو اوس حالات جلا شوی. په دې وروستيو کې د طالبانو د تيټې کچې مشران خوشي کړل شول، په لوړه کچه افغان چارواکو سره خبرې روانې دي نو دا ټول د اعتماد سازۍ ګامونه دي. د افغانستان د بهرنو چارو وزير پاکستان ته سفر او دلته يې کړه وړه دا خبره ښکاره کړي چې د پخوا به څېر اوس حالاتو کې ډير زيات فرق پرېوتی دی ((

د کارپوهانو په نظر د سيمي او د افغانستان په اړه د پاکستان په فکر کې بدلون مخکې ته راغلې او د پاکستان پالېسي جوړونکي اوس په دې خبره قانعې شوې چې په کابل کې د دوی تر ګورت لاندې ( تابع( حکومت جوړيدو امکان نشته نو د حالاتو سمولو په لړ کې يې جدي هلي ځلې شورو کړې دي.

XS
SM
MD
LG