د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آکسفورډ پوهنتون یواځنی سکالرشپ یو پښتانه یووړ


د ګلستان کاریز د کلي احمد خیلو درویشت کلن ځوان رفیع الله کاکړ ته خپلوان او دوستان مبارکی وايي
د ګلستان کاریز د کلي احمد خیلو درویشت کلن ځوان رفیع الله کاکړ ته خپلوان او دوستان مبارکی وايي


خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه: د ګلستان کاریز د کلي احمد خیلو درویشت کلن ځوان رفیع الله کاکړ له ټول پاکستان څخه سږ کال د انګلستان آکسفورډ پوهنتون لپاره غوره شوی دی. نوموړي لومړنۍ زده کړې يي په خپله سیمه ګلستان کې کړې دي د خپل سکالرشیپ په اړه مشال راډیو ته وویل:

؛ دې ته روډز سکالرشیپ وايي. چې اکسفورډ پوهنتون لندن ته هر کال د نړۍ له شاوخوا ۲۳هیوادونو څخه اتیا زده کوونکي غوره کېږي. او له ټوله پاکستانه يواځې يو زده کوونکی چوڼ کېږي. د دې د غوره کېدو یوه اوږد بهیر دی، چې زه خدای تعالی په هغو ټولو کې کامیابه کړم. او سږکال زه د همدې لپاره غوره شوم؛.

رفیع الله کاکړ د خپلو لومړنیو زده کړو په باب وویل:((ما لومړنۍ زده کړي په خپله سیمه کې کړې، او تر هغه وروسته مي په بلوچستان ریذیډینشل کالج لورالايي کې سبق وویلو، او وروسته مي بیا په لاهور کې سبق پاي ته ورسولو، په پولیټیکل ساينس کې مي بي اې انرز وکړ))

رفیع الله کاکړ چې له ډيري شاته پاتې سیمه سره تعلق دی. له مشال سره په خپلو خبرو کې وویل؛ ددې سیمې په هر ځاي کې تکړه ځوانان شته، چې دده په وینا که لږ هم محنت وکړي، نو لوی مقام ته ځان رسولای شي. د ځوانانو لپاره په يوه پیغام کې رفیع الله کاکړ زیاته کړه

؛ زما د سیمې په اړه ټولو خلکو ته معلومات شته، چې څومره ښاته پاته سیمه ده. که چا ته معلومات نه وي، نو هغو ته زه دا وایم چې ما تر شپږم ټولګي پورې انګرېزی نه شوای ویلی. انګریزي خو پرېږده زه چې کله د بلوچستان ریذیډینشل کالج لورالايي لپاره غوره شوم، نو ما هغه وخت اردو نه ویلای شوای، او نه هم پرې پوهېدم. لاکن ما محنت وکړ. او دې ځای ته مي ځان ورساوو. زه په دې پوهېږم چې زموږ په دې سیمو کې سخته قابله ځوانان شته، خو هغوی ته په کار دی، چې لږ محنت وکړي، نو ژوند به يي ښه شي))

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان په ټولو پښتون میشتو سیمو کې د کلا عبدالله خان سیمه ګلستان تر ټولو ښاته پاته یادېږي، چې په کې د نورو سیمو په پرتله د تعلیم کچه زیاته ټيټه ده.

XS
SM
MD
LG