د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ځانمرګي برید ۳ پوځيان وژلي ۹ ژوبل



د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه په (زړه یې نور) پوځي کېمپ کې ځانمرګي برید د پاکستاني پوځ درې عسکر وژلي او نهه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د سیمي د خلکو او ځايي چارواکو په وینا، پېښه نن سهار هغه وخت رامنځ ته شوه چې په شازور ټرک کې ناستو دوو ځانمرګو برید کوونکو خپله ګاډۍ د (زړه یې نور) پوځي کېمپ له چیک پوسټ سره ټکر کړه.

له دې پېښې وروسته په سیمه کې د بجلۍ او ټلیفون نظام هم کډوډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG