د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې ۲۱ تنه طالبان وژل شوي او نيول شوي دي


د زابل سيمه ييز چارواکي وايي افغان او بهرنيو سرتېرو له تېرو څو ورځو راهسې د زابل په مرکز او ځينو نور ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي چې تر اوسه پورې په کې نهه تنه وسله وال طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ژوندي نيولي دي.

ويل کېږي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قومندانان هم شامل دي.
د زابل مرستيال والي محمد رسوليار وايي چې دغه عمليات د نوبهار ، شاجوی او مرکز کلات ته په څېرمه سيمو کې شوي دي .

دی وايي، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو وسلې او موټرسايکلونه هم د افغان او بهرنيو سرتېرو ګوتو ته ورغلي دي.

د ده په خبره په عملياتو کې د ځمکني ځواک سربېره هوايي ځواک هم برخه اخيستې ده.

تر اوسه لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې افغان سرتېرو هم په زابل کې عمليات کړي وو چې پکې يو شمېر طالب وسله وال وژل شوي او نيول شوي وو .

XS
SM
MD
LG