د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دېره افغان کډوال اکثریت پښتانه دي


بلوچستان کې د افغان کډوالو یو پنډغالی
بلوچستان کې د افغان کډوالو یو پنډغالی





د سيفران وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر د یو سروې له مخې په پاکستان کې ميشت افغان کډوالو کې لوی شمير د پښتانه دي.

د يو اين ايچ سي آر په پاکستان کې د مطبوعاتو څانګي مشره دنيا اسلم خان مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې پاکستان حکومت، يو اين ايچ سي آر او افغانستان حکومت فيصله وکړه چې يوه داسي سروې پکار ده چې دا معلومه کړي چې څومره افغانان خپل ملک ته ستنېدل غواړي.

په پاکستان کې ميشت کډوال په افغانستان کې د کومو سيمو سره تعلق لري او د دې کډوالو په پاکستان کې معاشي حالت څنګه دی.

نوموړي وويل چې د يو اين ايچ سي آر د شميري ترمخه په پاکستان کې ١٦ لکه راجستر افغان کډوال ميشت دي او مونږ قريبا ١٠ لکه پورې افغان کډوالو باندي دا سروې وکړه چې په کې له ٨٢ فيصده زيات پښتانه، ٥ فيصده تاجک، څلور فيصده ازبک او ځنې نورو قومونو خلق آباد دي.

د پاکستان حکومت او يو اين ايچ سي آر ترمينځه د افغان کډوالو په پاکستان کې د ايسارتيا لپاره شوي لوظنامه به د رواني مياشتي په ٣١ نيټه ختمه شي دنيا اسلم خان وايي، چې په دي لړ کې د پاکستان حکومت سره خبري اتري روانې دي >

بلخوا په افغانستان کې د پاکستان پخوانې سفير او سيمه ايزو چارو کارپوه رستم شاه مهمند وايي چې روس او افغانستان جګړا زياترا پښتون ميشتو سيمو کې وه او د خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو سرحدونه د افغانستان د پښتنو ولايتونو سره لګيدلې دي نودغه وجه ده چې زياتره پښتنو د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبي يو شمير سيمو ته هجرت وکړو او بله دا چې دي افغان کډوالو لپاره د پاکستان حکومت په هاغه وخت کې کيمپونه جوړ کړي ول دوي لپاره يي د خوراک څښاک، د تعليم او د هسپتالونو بندوبست هم کړې وو
په پيښور پوهنتون کې د ژبي او ادب څانګي مشر راج ولي شاه خټک وايي د پولې دي غاړي او هغه غاړي پښتنو ژبه او کلتور يو دی او بله دا چې د قبايلو لپاره به افغانستان ته تللو لپاره د ويزې ضرورت هم نه وو نو دا وجه ده چې زياتره پښتنو ته خيبر پښتونخوا لکه د خپل وطن په شان ښکاريده او دلته يي هجرت وکړو.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG