د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سنوکر نړیواله اتلولي یوه پاکستاني لوبغاړي یووړه



رابعه اکرم مشال راډیو

اسلام آباد:- د بلغاريه په ښار صوفيیا کې د سنوکر نړیواله اتلولي یوه پاکستاني لوبغاړي محمد اصف ګټلې دي. د پاکستاني سرکاري ټي وي په خبره چې محمد اصف په پای لوبه کې د برتانییا لوبغاړي ګېري ولسن ته د اتو په مقابله کې په لس سېټه ماتې ورکړې دې.

د سنوکر نړيوال چمپين شپ په ګټلو د پاکستان وړمبي او پخوانې سنوکر چمپين محمد يوسف مشال راډيو ته وويل، د هیواد اوسنیو کړکېچنو حالاتو په کتو سره د محمد اصف نړيوال چيمپين جوړيدل د پاکستان لپاره د ډيرې خوشالې خبره ده.

،، پاکستان د سنوکر لوبو نړیوال اتل شو. چې دا نه یوازې د ملک بلکې د سنوکر ټولو لوبغاړو ته خوشالۍ خبره ده. ،،

د خيبر پښتونخوا اولمپک ايسوسي ايشن جنرل سيکټري او د سنوکر پحواني لوبغاړي ذوالفقار بټ هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت په ملک کې سنوکر ته هيڅ توجه نه ده ورکړې ، پکار ده چې د دې لوبې سره د مرستې لپاره هم سرکاري پیسې ځانګړې شي.

،، د سنوکر دې نړیوالې سیالۍ لپاره پاکستانيو لوبغاړو ته د ټیکېټ پیسې په چنده ټولې شوې وې. دا د خپګان خبره ده چې زموږ حکومت او د سپورټس بورډ له هغوی سره هیڅ مرسته نه وه کړې. ،،

د لوبو شنونکی (تجزیيه کار) او خبريال عبدالغفار وايي چې حکومت ته پکار ده چې يو څو مخصوصه لوبو ته نه بلکې هرې لوبې ته دې توجه ورکړي.

،، که تاسو وګورې نو محمد اصف د خپل جيب په خرچ دې مقابلې ته تللی وو. په پاکستان کې د سنوکر لوبې ته هیڅ پاملرنه نه کېږي. حکومت دې سنوکر لوبې ته پاملرنه وکړي او د لوبغاړو لپاره دې سنوکر کورټ جوړ کړي، د آصف غوندي لوبغاړو ته دې روزګار ورکړي چې هغوی د معاش له فکره ازاد شي نو زه فکر کوم چې پاکستان به بيا بيا د نړیوال اتل جوړيدو جوګه وي ،،

ياده دي وي پاکستان په ۱۹۹۴ م کال کې په وړومبي ځل د سنوکر عالمي چيمپين شپ ګټلې وو.

XS
SM
MD
LG