د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کیدی شي نور افغان طالبان خوشې کړي



سرچینه : ایکسپریس ټریبیون
ژباړه : هارون باچا



له پاکستانه خپرېدونکې ( دي ايکسپريس ټرېبيون ) ورځپانې په يوه مقاله کې ليکلي، د پاکستان او افغانستان د خارجه وزيرانو د نومبر د ۳۰ مې نېټې د خبرو په پايله کې په پاکستان کې قيد د يو شمېر نورو طالب وسله والو د خوشي کېدلو لار هواره شوه.

تر دې مخکې، هم په ياده مياشت کې د افغانستان د سولې د عالي شوری د پلاوي پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغان طالبانو د منځنۍ درجې نهه تنه مشران خوشي کړل شول، چې افغان چارواکو د پاکستان دغه اقدام د افغانستان د روغې جوړې د بهير لپاره مهم وباله.

د ورځپاڼې په ليکنه، افغانان د طالبانو د پخواني مهم مشر ملا عبدالغني برادر، چې پاکستان په ۲۰۱۰ کې په کراچۍ ښار کې ونيوو، د خوشي کولو په خبره ټينګار کوي، چې وايي د ملا عمر تر مشرۍ لاندې د فعالو جهاديانو په سوچ کې بدلون راوستلای شي.

ورځپاڼه لیکي، ملا برادر به لا هم د پاکستان په بند کې پاتې وي، خو په عين وخت کې د نړۍ هېوادونه به د هغه پرمختګ، چې پاکستان او افغانستان د افغان طالبانو د کراچې د مشرتابه په اړه په خپلو خبرو کې کړی، هرکلی وکړي.

ورځپاڼې د افغان خارجه وزير خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پاکستان د هغه طالب مشرانو چې د افغانستان د سولې په بهير کې پرېکنده رول لوبولی شي، په دوامداره توګه په بند کې د ساتلو په ترڅ کې يوې سختې لوبې ته لاس اچولی دی.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه بيا غواړي د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې خپله دوسيه ورځای کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، پاکستان تر هغې وروسته چې د افغانستان او هند تر مينځ د ستراتيژيکي همکارۍ تړون لاس ليک شو، په دغه هېواد کې د هند د زياتېدونکي نفوذ له امله اندېښمن دی.

ورځپاڼه د افغان ولسمشر په حواله وايي چې له پاکستان سره هم د ورته يوه تړون لاس ليک کول غواړي، خو د ورځپاڼې په باور يوازې دغه اقدام به د پاکستان ستراتېژي جوړونکي د افغانستان په اړه د دوی سوچ بدلولو ته اړ نه کړي.
د ورځپاڼې په ليکنه، پاکستان په خپله د دې هېواد د طالبانو، چې ملا عمر خپل مشر ګڼي خو د القاعده خبرې ته زيات غوږ نيسي، د ترهګر بريدونو ښکار دی.

د ايکسپريس ټرېبيون په مقاله کې راغلي، پاکستان د خپلې افغان پاليسۍ له امله له ډېر تاوان سره مخامخ شوی، خو که د سارک ملکونو په چوکاټ کې د سيمې د ۸ هېوادونو تر مينځ، چې افغانستان هم په کې شامل دی، ازاد تجارت کېدلو ته لار هواره کړي، نو د ورځپاڼې په خبره چې شوی تاوان به يې يو څه راوګرځي.
XS
SM
MD
LG