د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د نورو طالب مشرانودخوشي کیدو هیله لري




د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت وايي هيله لري چې د افغانستان د سولې بهير سره د مرستې لپاره پاکستان نور طالب بنديان هم خوشي کړي.

د ياد وزارت وياند جانان موسی زي نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې له پاکستان څخه هيله لري چې د افغانستان لپاره د طالبانو د مشرانو سره نيغ په نيغه خبرو برابرولو کې مرسته وکړي او نور هغه طالب قيديان هم پريږدي چې لا هم دپاکستان په زندانونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لنډه موده وړاندې نهه طالب مشران خوشي کړي وو.جانان موسی زي وويل چې دې وروستيوو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بيا د پاکستان سره د افغانستان د سولې بهير، د دواړو ملکونو تر منځ د تجارت او ټرانزیټ د تړون پوره عملي کولو او پر شرقي ولایتونو د راکټونو او د توپخانی د بریدونو د ودرولوپه اړه خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسی زي درې ورځې وړاندې د چينايي، پاکستاني او افغان ډيپلوميټانو ناسته هم مهمه وګڼله او وي ويل چې د درې واړو ملکونو په کوششونو د سيمې امنيت او اقتصادي همکاريوو لپاره ډيره کار کيدلی شي.

XS
SM
MD
LG