د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدزو وزیرو،محسودکډوالوته دسیمې د پرېښودلو ویلي



د پاکستان د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د احمدزو وزيرو جرګې په خپله سيمه کې میشتو محسودو کډوالو ته ویلي چې تر پنځم دسمبره پورې دې ددوی له سیمې خپلې کډې بار کړي.

د خالي په ورځ جرګې دا پريکړه په ځايي طالب قومندان ملا نذير باندې تر بريد وروسته وکړه.

د مشال راډيو د خبريال دخبرله مخې په واڼه کې جرګې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د ټاکل شوې نېټې وروسته که چیرې د وزير قبیلې يو تن د محسود قبیلې کډوالو يا طالبانو ته پنا ورکړه نو لس لکه روپۍ به جرمانه کولی شي او کور به يې هم سوزولې شي .

جرګې حکومت ته ویلي دي چې تر پنځم دسمبر وړاندې، د وزير علاقي په سرکاري زمکه يا ودانیو کې آباد محسود کډوال له سيمې وباسي.

وزيرقبایل شک لري چې په مولوي نذير بريد کې د محسود قبيلې ځینې کسان ککړ دي.مولوي نذيز د طالبانو د حکومت پلوی ډلې قومندان دی.

XS
SM
MD
LG