د لاسرسي ځای

تازه خبر

دننګرهارپه هوايي ډګرډله ییز برید،۱۴ مړه ۱۷ ژوبل




شامحمود شینواری، باز محمد عابد



جلال اباد : نن سهار د افغانستان د جلال اباد پر هوايي ډګر وسله والو حمله کړې ده چې ورکې څوارلس کسان وژل شوي دي.

په دې پېښه کې نهه بریدکونکي او درې امنیتي سرتیري او همدا رنګه دوه ولسي کسان وژل شوي دي. ددې ترڅنګ څوارلس امنیتي سرتیري او درې ولسي وګړي هم په پېښه کې ژوبل شوي دي.

په جلال اباد هوايې ډګر کې د ملي اردو قومندان رحيم جان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د اتوار په ورځ سهار وختي په ځايي وخت شپږو بجو نهو تنو برید ګرو د جلال اباد په هوايي ډګر ډله ییز برید وکړ.

د نوموړي په وینا ، د بریدګرو په مینځ کې پنځه یې ځان مرګي وو او څلورو نورو په امنیتي چارواکو ډزې کولې.

په ختیځ کې د ایساف ځواکونو ویاند حسیب الله مشال راډيو ته وویل، چې شوي ځان وژونکي بریدونه د میدان هوايی نه بهر شوي او داخل ایساف ځواکونوته په کې زیان نه دی رسیدلی.

بل پلو ته د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست وايي، په دې پېښه کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې دوه ولسي وګړي وژل شوي، او څلور ژوبل دي. دا ولسي وګړي په یوه بل موټر کې روان ووچې ورباندې د وسله والو شک شوی دی.

تر پېښې وروسته د جلال اباد تورخم لار ترڅه وخته پورې تړل شوې وه او د مساپرو له پاره متبادله لار ټاکل شوې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د یادو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی. نوموړی ادعا کوي،چې په دغو بریدونو او نښتو کې یې ګڼو افغان او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله وراړولې ده.


XS
SM
MD
LG