د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کالاباغ ډیم فیصله د ایین او بشري حقونو ضد ده'


شبیر احمد جان

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت د لاهور های کورټ هغه پرېکړه غندلې او نا قانونه بللې ده چې په کې دې عدالت ویلي ول چې کالا باغ ډیم دې جوړ کړي.


د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت وویل تر اتلسم اییني ترمیم وروسته د ډیمونو جوړېدو د کار پر وخت باید له صوبو اجازه واخیستل شي.

میا افتخار حسین د لاهور های کورټ د پرېکړې په ځواب کې دوه دلایل ورکړل.

لومړی ده وویل چې دا پرېکړه د اتلسم اییني بدلون پر بنسټ د اساسي قانون خلاف ده.

دویم دلیل ده دا ورکړ چې د لاهور های کورټ پرېکړه د بشري حقونو ضد ده. د دې په توضیح کې ده وویل، د لږې ځمکې د سمسورولو په پلمه که د درو صوبو اوسېدونکو ځپل کېږي او وژل کېږي نو دا د انساني حقونو ضد کار دی.

میا افتخار حسین د کالاباغ ډیم معامله ((ډرامه)) وبلله او و یې ویل چې ((پنجاب هم زما ورور دی)) خو په دې صوبه کې یوه ډله ده چې داسې خبرې کوي.

لاهور های کورټ د پنجشنبې پر ورځ په خپله یوه پرېکړه کې وویل چې د ۱۹۹۱ز کال د ګډو ګټو شورا په سپارښتنو کې د کالاباغ ډیم د جوړولو خبره شوې وه نو باید د اوبو دا بند جوړ کړل شي.

میا افتخار حسین زیاته کړه، دوی دا پرېکړه نه مني نو ځکه به یې پر ضد سپریم کورټ ته هم نه ځي او دا چې باید د هیواد ستره محکمه پخپله د لاهور د لوړې محکمې پرېکړې ضد ګام واخلي.

د کالاباغ اوبو بند جوړولو پرېکړې پر ضد په پښتونخوا او سېند صوبو کې خلکو احتجاج او مظاهرې هم کړې دي.
XS
SM
MD
LG