د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سینیټ پر ایران نور بندیزونه منظور کړل


د امريکا سينيټ پر ايران د نوو بنديزونو منظوري ورکړې ده.

د امريکايي سينيټ له خوا په منظور شوو بنديزونو کې د ايران په انرجۍ، سمندري بندرګاه او د سامانونو وړلو راوړلو د تجارت په برخه کې پابنديانې لګولي شوي.

له دې وړاندې هم امريکا د ايران د اټومي پروګرام له وجې پر ايران سخت اقتصادي او تجارتي بنديزونه لګولي.

بل خوا ايران ويلي چې پر خاوره به يې پوځي بريد د اورانیمو د غني کېدو مخه ونه ونيسي. اورانیم د اټومي وسلو جوړولو له پاره ضرور ګڼل کيږي.

د اټومي انرژۍ په نړيوالې ادارې IAEAکې د ايران استازي، علي اصغر سلطاني وويل چې که پر ايران بريد وشي او د اورانيمو غني کولو مرکزونه ته يې زيان ورسي نو بيا به يې جوړ کړي.

پر ايران تور دی چې غواړي اټومي وسله جوړه کړي خو ايران وايي اټومي پروګرام يې د سوله ييزه هدفونو له پاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG