د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: په سلګونه ګلوګرام چرس نیول شوي دي




د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په سيدکرم ولسوالۍ کې يې ۱۶۴۵۰ کيلو ګرام خام او پاخه چرس نيولي دي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخيل ازداۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې دغه ځای پر ځای شوي چرس يې د سيدکرم ولسوالۍ کاريز سيمه کې د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنياد پيدا کړي او ځای پر ځای سوځولي دي.

اورياخېل دا هم وايي چې په دې نيول شويو چرسو کې ۱۶۰۰۰ کيلوګرامه خام او پاتې ۴۵۰ کيلو ګرامه تصفيه او چمتو شوي چرس دي، د ده په خبره چې په دې نيول شويو چرسو سربېره يې يوه اندازه بنګ دانې هم تر لاسه کړې دي.

اورياخېل وايي چې دوه تنه يې د دې چرسو د قاچاق او ذخېره کولو په تور نيولي او پلټنې ترې روانې دي : (( په مجموع کې مو ۱۶۴۵۰ کيلو ګرام خام او پاخه چرس نيولي دي چې دا چرس په دوو کورونو کې ځای پر ځای شوي و او دوه کسه هم نيول شوي دي، چرس په هماغه ځای کې ځای پر ځای وسوځول شول))

د پکتيا امنيتي چارواکو په بیا بیا دا هم ويلي دي چې په دومره اندازه چرس پکتيا ته د ورڅېرمه يا ګاونډيو ولايتونو څخه راوړل کيږي او وروسته له دې ځای د هيواد د نورو ولايتونو ترڅنګ له سرحدي سيمو څخه د ګاونډي هيواد پښتونخوا ته اړول کيږي.

پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې دغه چرس پر داسې مهال نيول کيږي چې څو ورځې وړاندې د ورڅېرمه ولسوالۍ احمدابا چارګل کلا سيمه کې شاوخوا پنځوس زره کيلوګرامه چرس چې په دريو کورنو کې ځای پر ځای شوي و پرهماغه ځای د اور خوراک کړل.

محمد داود تپان

XS
SM
MD
LG