د جنوبي وزيرستان په واڼه کې نن ځانمرګی بريد شوی چې ۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
په ژوبل شوو کسانو کې ځايي طالب کمندان ملا نذير هم شامل دی. د ځايي چارواکو په وينا په ژوبل کسانو کې د اووو حالت د اندېښنې وړ دی.
د دې پيښې پړه لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې.