د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اسلام آباد تر بل هر مرکز کابل مهم بولي"


د پاکستان بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر



د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر وایي، دا وخت په اسلام اباد کې د پاکستان مشرتابه تر بل هر مرکز کابل ته زیات اهمییت ورکوي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د سولې په نوې راپیل شویو هڅو کې به نوره مرسته وکړي.

له رویټرز اژانس سره په یوه مرکه کې مېرمن کر دا خبرې پر داسې مهال کړې چې د همدې په بلنه د افغانستان بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول له پاکستانیو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د جمعې په ورځ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره یوه ځای اسلام آباد ته ځي.

مېرمن کر په مرکه کې دا هم وویل، چې د افغانستان بې امني ښایي په پاکستان کې هم خپره شي او پاکستاني طالبان دې ته وهڅول شي چې ګډوډۍ پراخې کړي:

«موږ له افغانستان سره خپلو اړیکو ته اوس په ډيره درنه سترګه ګورو. ما دا خبره د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه بیا بیا کړې ده.

زموږ وزیراعظم دا خبره کړې ده، ولسمشر دا خبره کړې ده چې په پاکستان کې په خبرو کې د بل هر مرکز په پرتله د کابل اهمیت ډير څرګندیږي.»

پاکستان نژدې دوې اونۍ مخکې د منځنۍ کچې یو شمیر افغان طالبان د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي کړل، چې د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پرمخ ولاړې شي.

حنا رباني کر وایي، چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره وړاندې نور ګامونه واخلي خو نوموړې په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل او دا یې هم ونه ویل چې د ملا برادر په څير جګ پوړي طالبان به له زندانه خوشي کړي که څرنګه؟!

افغان چاروکي په دې باور دي چې د ملا برادر غوندې کسان کولی شي چې یو شمیر طالبان د سولې خبرو ته رامات کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې خبرې د پاکستان لپاره ډیرې مهمې وبللې:

«په افغانستان کې سوله او پخلاینه ډیره مهمه موضوع ده، ځکه چې افغانستان ته ثبات راولي، دا د افغانستان پر راتلونکې اغیز کوي، نو موږ په هیڅ ډول دې ته برسیرن نه ګورو او د همدې لپاره دا ډيره مهمه ده چې موږ له تیرو څو میاشتو او یا ممکن کلونو دا زده کړو چې د هسې خبرو پر ځای په کار ده عملا څه ترلاسه کړو.»

کابل او واشنګتن پر اسلام اباد شک لري او د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره تورنوي چې د طالبانو مرسته کوي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د امریکا و پاکستان اړیکې ښه شوي

حنا ربانی کر وویل، چې په پوځي او استخباراتي برخو کې د اسلام اباد او امریکا اړیکي چې له یوه کال راهیسې په خورا ټیټه کچه و، یو مخ ښه شوې دي او له کابل سره پر هغو لارو چارو خبرې روانې دي چې څرنګه په پوځي ډګر کې همکارۍ زیاتې شي.

حنا رباني کر زياته کړه چې په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو وړاندې په دغه هېواد کې د امن او سلامتۍ له پاره د پاکستان او امرېکا ترمنځه نژدې همکاري ډېره ضروري ده.

د مشال رېډيو له خبریال ریاض موساخېل سره خبرو کې د نړیوالو اړیکو مطالعاتي څانګې مشر ډاکټر اعجاز خټک وویل،” په پاکستان کې اوس دا سوچ پېدا شوی دی چې له امريکا سره خراب تعلقات نه د پاکستاني حکومت او نه هم د اولس په ګټه دي، نو ځکه د دواړو ملکونو تعلقات په ښه کېدو دي.”

د معاشي چارو کارپوه او په مظفر آباد پوهنتون کې داقتصادياتو استاد معراج الحق له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې امریکا د پاکستاني معاشي ضرورتونو پوره کولو لپاره ډېر مهم هیودا دی : ”دا وخت د مالي مرستو نه سربيره په تجارتي لحاظ د پاکستاني برآمداتو او زرمبادلې له پاره امريکا په اول نمبر او درامداتو کې له سعودي عربه پس په دويم نمبر ده. دغه رنګ په دفاعي لحاظ هم امريکا د پاکستان له پاره ډيره زيات اهميت لري.”

XS
SM
MD
LG