د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي اېن جي ستونره لا هم نه ده ختمه شوې




غلام غوث مشال راډيو پېښور

په پښتونخوا کې عامو وګړو په پاکستان کې د دريو ورځو راهیسې روان د سي اين جي پمپونو غير اعلانيه کار بنديز د ولس د کړولو يوه ډرامه بولي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د سي اين جي پمپونو د مالکانو پر ضد ګامونه پورته کړي-

په دې لړ کې په پيښور کې يو ټيکسي ډرائيور سجاد مشال ريډيو ته وويل چې نه خو سي اين جي پمپونه په مکمله توګه بند دي او نو خلاص دي او دا هسې يوه ډرامه ده چې له وجي یې د دوی په مزدورۍ بد اغيز پريوتی دی: (سي اين جي ډيره په تکليف ميلاويږي، لوی غوبل وي او په کتار کې به ولاړ یې ورته ،ډير شرمول وي په کې، کاربنديزنه دي، پم ته چې ورشو نو تشه هوا ميلاويږي، د پريشر د کمي له وجې سمه سي اين جي نه ميلاويږي، او مزدوري مو ډيره ګډه وډه شوې ده چې سورلۍ ته ډيرې پيسې ووایو نو نه ځي راسره)-

د سي اين چې پمپونو د غير اعلانيه کار بنديز پحقله د پاکستان د سي اين جي پمپونو د اتحادییې وائس چېر مين پرويز خټک مشال ريډيو ته وويل چې د سي اين جي د ارزانولو د فيصلې روستو د سي اين جي پمپونو مالکانو ته د درنو ټيکسونو له وجي نقصان وو نو ځکه یې په ټول پاکستان کې خپل پمپونه په خپله خوښه تړلي دي- ( اول خوبه دا سپيناوې وکم چې دې ته کاربنديز نه دي ويل په کار او په باقاعده توګه موږ د کار بنديز اعلان نه دی کړی،خو د تيلو او ګيس مرکزي ادارې اوګرا زموږ د مشينانو د چلولو او د ګيس د جوړولو خرچې کمې کړي او دا رنګ زموږ منافع ېې کمه کړه او موږ یې داسې پوزيشن ته راوستلو چې ګرانه وه موږ سي اين جي پمپونه پرانستلي وساتو، نو په ټول پاکستان کې هر سړي خپل سټيشن وتړلو او سپريم کورټ هم دا ويلي دي چې که څوک خپل پمپ بندوي نو دا د هغه آئيني حق دی)-

خو بلي خوا ته ولس د حکومت نه غوښتنه کوي چې کوم پمپونه سي اين جي نه خر څوي حکومت دي د هغو په ضد ګامونه پورته کړي- يو تن طاهر مشال ريډيو ته وويل ( د سي اين جي د ارزانۍ فيصله که نه عملي کېږي نوپکار ده حکومت سي اين جي پمپونه په سرکاري قبضه کې واخلي او تاسو وينۍ چې نوکر پيشه، بوډاګانو ،محاصيلينو او ټول ولس ته څومره تکليف دی ، ما خپل ګاړۍ په کور ودرولې او د ګنټې نه په سټاپ ولاړ يم او په ګاړو کې سم ځای هم نه ميلاويږي او کرايه هم د خپلې خوښي اخلي او څوک ترې پوښتنې واله نشته)- يو بل تن رشيد مشال ريډيو ته وويل (سي اين جي پمپونه ځکه تړل شوي چې د هغوی منافع کمه شوېده او له دې وجي ولس په تکليف کې دې نو په کار ده دولت سي جي پمپونه جرمانه کړي)-

د سي اين جي پمپونو د غير اعلا نيه کاربنديز له وجي کرایې لوړې کړل شوې دي خو د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ د محکمې ډائريکټر جنرل منظور خان مشال ريډيو ته وويل چې حکومت د هغه ټرانسپورټرانو په ضد کاروايي کوي چې د ولس نه زياتي کرایې وصولوي- دی وایي (موږ د ټرانسپورټرانو سره د کرايو په لړ کې ناستې کړې دي او په خپله سړکونو ته هم وتلي يو او څارنه کوو، او چې چا زياتي کرايه اخیستې وي هغه باندي جرمانه لګوو، او له سورلو زياتي اخیستل شوې پيسې هم واپس ورکوو، او تر څو چې د سي اين جي د نرخ خبره ده نو د خرچې په حساب په دې کې حکومت کمی کړی دی او په دې به حکومت د سي اين جي د پمپونود مالکانوسره خبره کوي او ددې ستونزي د حل لارې چارې به لټوي)-

XS
SM
MD
LG