د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د زوکړې په حواله پر ۷۵م نمبر دی




رابعه اکرم مشال راډيو

د لندن اکانومسټ انټيليجنس يونټ (ای اې يو)د 2013 م کال لپاره په نړې کې د زوکړې (پيدایش) په حواله د غوره او ښه ملکونو فهرست جاري کړې دې چې په کې پاکستان د ۸۰ ملکونو له ډلې څخه په ۷۵ يم نمبر راځي، چې د زوکړې په حواله ښه نه ګڼل کيږي .

د لندن اکانومسټ انټيليجنس يونټ مطابق دا فهرست د يولسو عواملو په ذريعه تياريږي چې پکې د جرمونو تناسب ، په سرکاري ادارو د ولس اعتماد ، صحت شرح نه علاوه جغرافيايي ، سماجي ، معاشي او ثقافتي عوامل په کې شامل وي.

د دې رپورټ په اړه د ماشومانو د حقونو غير سرکاري ادارې سپارک د خيبر پښتونخوا پروګرام منيجر عمران ټکر وايي چې د ترقي کونکو ملکونو په شان د پاکستان ولس ته هغه سهولت نشته چې د زوکړې په حواله د غوره ملکونو په ډله کې راشي.

خلک وايې چې په ملک کې غربت ډير دی ځکه يې ژوند خراب تيريږي نو زه نه ګڼم چې د غربت له وجې دا هر څه دي خو د غربت شاته چې کوم عوامل دې چې په هغو کې درغلې ، ګراني ، بې روزګاري ، ترهګري د ابادې اضافه ، چې دا ټول رايوځای شي او په هغو کې قدرتي افات هم دې چې په کې زلزله او سيلابونه دي ، نو د دې د مخنیوي لپاه موږ سره څه منصوبه بندي او بجټ نشته نو که يو ماشوم دلته پيدا کيږي نو هغه ته ژوند تيرولو تحفظ سره سره د ژوند په مختلفو ميدانونو کې د ګډون حق نه ترلاسه کيږي ،،

هم د دي په اړه د اقتصادي چاروکار پوه ډاکټر معراج الحق وايې چې که د يو ملک اقتصادي حالت ښه وي نو د هغه ملک ولس د ژوند په هر ميدان کې ترقي کولای شي او که د پاکستان د وسايلو صحيح استعمال وشي نو نوی نسل ته يې مخکې د ژوند تيرولو ښه موقعي ترلاسه کيداې شي .

،، سياسي عدم استحکام دې ، د ادارو توازن نشته نو په دغه د کار کولو ضرورت دې چې زموږ ادارو کې پوخ والې راشي نو داسي يو ښه حکومت او حکمران راتلې شي ، او موږ ته چې خدای پاک کوم وسايل راکړي دي نو د مضبوطو ادارو له وجې هغه موږ په ښه توګه منظم کولې شو او راروان خپل نسل ته موږ ښه معاشي او سماجي موقعې ورکولې شو،،

د زوکړې په اړه جاري شوي د ښه ملکونو په فهرست کې سويټزرلينډ په وړومبي ، اسټريليا په دويم او ناروې په دريم نمبر راځي.

XS
SM
MD
LG