د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د خاصه دارو ستونزې



بوریوال کاکړ مشال راډيو

پراګ:- د خیبرایجنسۍ د پولیټکل انتظامیې چارواکي وايي چې د پاکستان حکومت د هغو خاصه دارو پر بحالولو ورسره سلا شوی دی چې د وسله والو طالبانو د دهړکو له کبله یې کار پرېښی وو. زموږ همکار بوریوال کاکړ په یو رپوټ کې دې ته کتنه کړېده چې په اوسنیو حالاتو کې د خاصه دارو مشکلات څه دي او که هغوی ستونزې لري نو حکومت ته د هغوی د دې ستونزو د هوارولو په لړ کې څه کول په کار دي. ؟

د ۲۰۰۹م کال په سپټمبر کې چې په خیبرایجنسۍ کې د وسله والو طالبانو د دهړکو له کبله کمو شپږ سوه خاصه دارو کار پرېښی وو ، هغوی اوس بیرته اخیستل کیږي.

د خیبرایجنسۍ مرستیال پولیټکل ایجنټ محمدناصر مشال راډیو ته وویل، چې حکومت د دې خاصه دارو بحالول ورسره منلي دي خو لا تر اوسه پر ځای شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې لښکر اسلام وسله والې ډلې یو ځل بیا د خیبر ایجنسۍ په باړه کې ځایي خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې کې یې له حکومت او یا له امن لښکر سره مرسته وکړه نو دوی به یې په نښه کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې خاصه دار ځواک د داسې حالاتو د مقابلې لپاره چمتو دی او که نه؟

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید وايي، چې خاصه دار نه تربیت لري او نه وسلې نو ځکه د دې حالاتو مقابله نه شي کولای.

(په اوسنیو حالاتو کې نه د دوی سم تربیت شته او نه هم د وسلو تر څنګ د ضرورت نور شیان لري . دا وخت په دوی کې هیڅ وړتیا نشته . دا وخت چې په قبایلي سیمو کې څه ډول حالات روان دي نو دا خاصه دار ځواک د دې مقابله نه شي کولای ).

د خیبرایجنسۍ له مرستیال پولیټکل ایجنټ محمدناصر څخه مي وپوښتل چې هغوی به خاصه دارو ته وسلې او د ضرورت نور څه ورکوي او که نه؟ نو هغه وویل چې په دې اړه لا کومه پرېکړه نه ده شوې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر ملک نوید وویل، چې حکومت ته په کار ده چې یا خو خاصه دارو ته د یو رسمي ځواک په توګه وده ورکړي او یا یې په لېویزو ګډ کړي.

( په کار دا ده چې دوی د خاصه دارانو په اړه ټول اصول بدل کړي، د هغوی د تنخاګانو نظام تیار کړي، د دوی د پرمختګ نظام جوړ کړي . او که چیري دوی داسې نه کوي نو دې بیا په لېویز ګډ کړي، هلته تنخاګانې هم ښې دي او ټوپکې هم حکومت ورکوي. او چې کله حالات ښه شي نو بیا به هر ځای ته د پوځ تلل ضروري نه وي او دوی به هلته حالات سمبالوي ).

د خیبرایجنسۍ مرستیال پولیټکل ایجنټ محمدناصر په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت به له دې بحالېدونکو خاصه دارو سره هم هغسې چلن کوي لکه له نور سره.

XS
SM
MD
LG