د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پکتیکا کې سیمه ییز پولیس ښه نتیجه ورکړې ده. “


د پکتیکا والي محب الله صمیم
د پکتیکا والي محب الله صمیم


مرکه/نجیب الله الوخیل-خوست

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیځ کې دمساحت له پلوه هغه پراخ ولایت دی، چې دوزیرستان له قبایلي سیمو او د بلوچستان له ژوب سره یې سره 336 کیلومتره ګډه پوله لري. نږدې دوې میاشتې دمخه د یاد ولایت د یو شمیر سیمو دامنیتي چارو مسوولیت افغان پوځیانو ته وسپارل شو، دا چې دانتقال بهیر د پکتیکا پر ولایت څه اغیز کړی او په هغه سیمه کې پوځي تیاریانې څنګه دي، د مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخیل د پکتیکا له والي محب الله صمیم سره مرکه کړې ده.

۱-پوښتنه :دپکتیکا والي ښاغلی محب الله صمیم په ټولیز ډول دیاد ولایت امنیتي حالت څنګه ارزوئ او په دې برخه کې د خلکو او قومونو عملي همکاري په کومه کچه کې ده؟

ځواب- باید ووایم ،چې په پکتیکا کې له نیکه مرغه وضعیت ډیر ښه دی او ورځ تر بلې دبهبود خواته ځي .قومونه ،مشران او ځوانان له خپل اسلامي دولت سره په ځانګړي ډول د پکتیکا له چارواکو سره البته له ملکي او پوځي چارواکو سره مرسته کوي.

۲-پوښتنه :په مشخص ډول کومې ولسوالۍ داسې دي ،چې تاسو يې په امنیت او دخلکو په همکارۍ ډیر ډاډه یاست؟

ځواب-په ځینو لیرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې دهمدې پکتیکا والو بچیان دي ،چې په ملي اردو ،سرحدي پولیسو ،ملي پولیسو همدا راز په سیمه ییزو پولیسو کې تنظیم شوي دي او دهغو په لیکو کې ولاړ دي او دپکتیکا او هیواد ساتنه کوي،زه پدې برخه کې څه توپیر نه وینم ،ټول پوځیان خپلې دندې په ښه ډول ترسره کوي او موږ ورڅخه رضایت لرو.

۳-پوښتنه :پکتیکا ولایت کې د امنیتي ادارو تر منځ همغږي څنګه ده او اصلاً دهمغږي اغیزې څه دي؟
ځواب-په پکتیکا ولایت کې دپوځي او ملکي ادارو تر منځ ډیره کلکه همغږي موجوده ده ،بلخوا دامنیتي ارګانونو تر منځ نږدې همغږي موجوده ده ،دهمدې ښې همغږۍ نتیجه او پایله ده ،چې په پکتیکا کې په امنیتي برخه کې ښه بریالیتوبونه لرو.

۴-پوښتنه :نږدې دوې میاشتې دمخه دپکتیکا دمرکز او 7ولسوالیو امنیتي چارې افغان پوځیانو ته وسپارل شوې ،په یادو سیمو کې څه امنیتي بدلونونه وینئ؟

ځواب-دا چې نږدې دوې میاشتې دمخه په پکتیکا کې دمرکز او 7ولسوالیو دامنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر ترسره شو ،له نیکه مرغه تر اوسه مو په مرکز او نورو 7 اداري واحدونو کې کومه ستونزه نه ده. محسوسه کړې او له کوم ډول مشکل سره نه یو مخامخ شوي،زموږ هیله داده ،چې ورځ تر بلې به نور هم دولتي حاکمیت وغځوو او پدې برخه کې دخلکو همکاري او لیوالتیا له نږدې وینو.

۵-پوښتنه :تاسو دکمیت ،تخنیک او تجهیز له اړخه میشت افغان ځواکونه په مستقلانه توګه دپکتیکا دپراخو سیمو دامنیت ساتنې جوګه ګڼئ؟

ځواب-داچې د هیواد په کچه پوځي ادارې مو په پرمختللو وسلو او مډرنو تجهیزاتو ته ضرورت لري دا روښانه خبره ده ،چې افغان دولت يې مکررې غوښتنې کړي دي . زه ډاډه یم ،چې د 2014کال تر پایه به زموږ امنیتي ځواکونو ته نه یوازې د پکتیکا په کچه بلکې دټول هیواد په کچه ددوی په اختیار کې ښې اسلحې او تجهیزات ورکړل شي . په هرترتیب که اسلحې یا تجهیزات ښه وي یا بیکاره وي ،دا زموږ خاوره ده ،پکتیکاوال او نور هیوادوال به هیواد او پکتیکا ساتي ،دا د ټولو ګډه وجیبه ده.

۶-پوښتنه :تاسو د یوشمیر سیمو دانتقال په مراسمو کې له مرکزي حکومت څخه دمحلي پولیسو دلیکو د پراختیا غوښتنه کړې وه،ایا کورنیو چارو وزارت پدې اړه عملي څه ترسره کړل؟

ځواب-موږ نږدې 7ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس ایجاد کړی دی ،چې ډیره ښه نتیجه يې ورکړې ده، دا پولیس مو د قومي مشرانو ،ولسي مشرانو او دیني عالمانو په خوښه ګمارلي او ددوی له خوا راپیژندل شوي دي . همدارنګه موږ له مرکزي حکومته او په ځانګړي ډول دکورنیو چارو له محترم وزارت څخه دنورو ولسوالیو لپاره دتشکیل د زیاتولو غوښتنه کړې ده او له نیکه مرغه په دې وروستیو کې مو خبر ترلاسه کړ ،چې دخوشامند ولسوالۍ لپاره هم دسیمه ییزو پولیسو تشکیل منظور شوی دی.

۷- پوښتنه :ایا په دې ولایت کې حکومت پلوه کسان په ډاډه زړه په موټرونو کې تر ولسوالیو تللی شي؟
ځواب-ډیرو ولسوالیو ته اوس مهال حکومتي چارواکي په موټر کې تګ او راتګ کوي ،حتی زه په خپله دپکتیکا د اوله درجه مسوول په توګه ،چې پدې ځای کې دنده لرم ،ډیرو ولسوالیو ته دځمکې له لارې تګ او راتګ کوم .

۸-پوښتنه :دامنیتي چارو دښه سمبالښت لپاره مو له مرکزي حکومت څخه مشخصې غوښتنې کومې دي؟
ځواب- له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه داده ،چې دوی دپکتیکا دغه پراخ او لوی مساحت په پام کې نیولو سره اړوند وزارتونه دتشکیلاتو په پراخولو او ډیرولو کې راسره مرسته وکړي ،په ځانګړي ډول دسیمه ییزو پولیسو دتشکیل زیاتوالۍ غواړو او بله غوښتنه مو داده ،چې دټولو ولسوالیو لپاره سیمه ییز پولیس غواړو . زه امید واره یم ،چې دکورنیو چارو وزارت به پدې برخه کې راسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG