د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د دیر وران سړک له کلي پاته کړي یو"


پر دې وران سړک ښه ده چې سړی په پښو تګ وکړي
پر دې وران سړک ښه ده چې سړی په پښو تګ وکړي




غلام غوث مشال ريډيو پيښور

په کوز دير او بر دير کې لويه لاره د ډيري مودې راهېسې ورانه ويجاړه ده چې له وجې ېې ولس له يو شمير ستونزو سره مخامخ دی-

د دير يو اوسيدونکي عبدالرحمان مشال ريډيو ته وويل، دی په پيښور کې وکالت کوي خو د سړک د خرابې وضعې له وجې د خپل کلي تلو ته زړه نه ښه کوي-

عبدالرحمان زیاته کړه، د دير لويه لاره يواځې يو ځل د فضل حق په دور کې جوړ ه کړل شوې وه چې د هغه د يادو خبره هم نه ده خو له خپلو مشرانو یې اوريدلي دي-

دی وايي، د دير سړک دومره وران دی چې له پيښوره تر دير پورې د څلورو ګنټو لاره په اوو ګنټو کې سر کېږي او ددې ورانې لارې له وجې دوی تلو ته زړه نه ښه کوي چې کلي ته ولاړ شي–

عبدالرحمان وايي، حکومت دې دا لاره پراخه کړي او جوړه دي کړي ځکه چې دا د مسافرو لپاره يوه لويه ستونزه ده- او د دير يو بل اوسيدونکي ارشد محمود مشال ريډيو ته وويل، چې له تيمرګرې تر ديره پورې شاوخوا ۷۵ کلومیټره لاره ده خو دومره کمه لاره دوي په دوه دوه نيمو ګنټو کې سر کوي او مسافرترې په تکليف کې دي. سړک خراب دی او په هر ځای کې په کې کندې دي او چې کله باران وشي يا نور څه آفت راشي نو دا تکليف نور هم سيوا شي او په خصوصي توګه چې کله ناروغان تيمر ګري يا پيښور ته وړل کېږي نو ناروغان ډير په تکليف مخ وي-



د کوز دير او بر دير د ولس د دې ستونزو په لړ کې د پخواني وفاقي وزير او د بر دير د قامي اسمبلۍ غړی نجم الدين خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، چې له چکدرې تر ديره پورې دا سړک له نوښار چکدرې تر چتراله د لویې لارې يا اين سي سي سړک برخه ده او موجوده حکومت د دې د جوړولو لپاره بجټ هم مختص کړې ده- ده وويل اوه اربه روپۍ د نوښار چکدرې تر چتراله د اين سي سي سړک لپاره منظور کړل شوی دی چې په هغه به له چکدرې تر تيمرګرې، د اخګرامنه تر دير او اشريته تر چتراله د دې سړک ورانې برخې جوړوېږي او له چکېاتنه تر ديره پورې سړک باندې هم کار پيل شوی دی.

XS
SM
MD
LG