د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان بمي برید کې ۶ وژل شوي ۹۰ ژوبل دي



د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د شيعه ګانو په يو ماتمي جلوس بمي بريد کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او نوي نور ژوبل شوي دي.


په ژوبل شویو کسانو کې د ايف سي ځواک سرتېري هم شامل دي . پيښه د ډيره اسماعيل خان په کمیشنري بازار کې نن سهار څه باندې لس بجې هغه وخت وشوه کله چې د کوټله ډيواله نه راوتلی ماتمي جلوس له ستر جلوس سره شاملېدو .

په پېښه کې ټپي شوي کسان ډیره اسماعیل او ملتان کې بیلا بیلو روغتونونو ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

بلخوا پرون د ډيره اسماعيل خان په کچه پېندا خان سيمه کې په ماتمي جلوس شوي بمي بريد کې د وژل شویو شمېر اته ته رسېدلېی او شپږويشت نور پکې ژوبل شوي دي.

ددې تازه او پرونۍ دواړو چاودنو پړه تحریک طالبان قبوله کړې ده. په روان کال کې د محرم په میاشت کې د پاکستان په ډیرو ښارونو کې د تشدد پېښې مخې ته راغلي دي. په دغو پېښو باندې شیعه او سني دواړو لوریو د خپګان اظهار کړی دی.
XS
SM
MD
LG