د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پېښور پولیس پوسته برید یو مړه دوه ژوبل


پر پېښور پولیس پوسته د برید یو ژوبل په روغتون کې.۲۳نومبر۲۰۱۲
پر پېښور پولیس پوسته د برید یو ژوبل په روغتون کې.۲۳نومبر۲۰۱۲




په پيښورکې بيګا ماسخوتن په پهاړي پوره کې د پوليسو په چېک پوسټ په لاسي بمي بريد کې يو پوليس سرتېری ووژل شو او دوه نور ژوبل شوي دي –

ددې پيښي په اړه د پيښور د فقير اباد سرکل ډي ايس پي سجاد خان د مشال ريډيو خبریال غلام غوث ته وويل چې دا پيښه هغه مهال رامينځ ته شوه کله چې نا معلومه وسلوالو په لاسي بم په پهاړي پوره کې د پوليس يو چېک پوسټ په نښه کړلو- ده وويل بيګا ماښام ۱۵ منټه کم اوه بجې په پهاړي پوره نامعلومه وسلوالو په پوليس چوکۍ لاسي بم ور ويشتلو، چې په نتيجه کې د درې پوليس سرتېري ټپیان شولو چې وروسته یوه سرتېري په روغتون کې ساه ورکړه. د وژل شوی پوليس افسر د چارسدې د منګا سيمې اوسېدونکی وو.

ډي ايس پي سجاد خان زياته کړه چې ددې پيښي روستو امنيتي ځواکونو دغه ټوله علاقه په خپله ولکه کې اخیستې ده او د ورانکارو او رخنه ګرو پر ضد ېې لټون پيل کړی دی.

په دې پيښه کې ټپيان دوه پوليس واله د علاج لپاره په ليډي ريډینګ روغتون ته وړل شوي دي-

ټپي شوي پولیس سرتېري احمد خان مشال ريډيو ته وويل، ((چې څنګه خپل کار ته راغلو نو لا ۲۰ منټه نه وو تېر شوی چې يو لاسي بم یې په پښو کې وغورځېدو او په چوکۍ کې دننه وچاودېدلو ، لاس او پښې مې ډېر خوږ شوې))

یوه بل ټپي محمد رفيق مشال ريډيو ته وويل، چې ((د سړک په غاړه د هغوی چوکۍ ته لاسي بم ور لړه کړل شوه او سمدستي چاودنه وشوه. د ده په خبره چې لاسي بم نیول کېدای شوای خو موقع برابره نه شوه.))

د يادوني وړ ده چې تيره ورځ هم د پيښور په کليواله علاقه بډه بيره کې په سپين قبر چېک پوسټ د وسلوالو په ډزو کې دوه پوليس سرتېري وژل شول-

XS
SM
MD
LG