د لاسرسي ځای

تازه خبر

زورور پوځ د ستر عدالت تر پوښتنو ګروږنو لاندې دی


په الجزيره ویب پاڼه ليکل شوې یوې مقالې کې راغلي دي چې دا مهال د پاکستان طاقتور پوځ له يو نوي جنګ سره مخامخ دی، خو دا ځل یې جنګ له سختدريځو ډلو او وسله والو ياغيانو سره نه بلکې د ملک له ستر عدالت سره دی.

مقاله زياتوي، چې په څو لسیزو کی دا ړومبی ځل دی چې د جنوب مشرقي اسيا پدغه هيواد کې د طاقتوره پوځ واک له ننګونو سره مخامخ شوی دی، خو تر اوسه دا مالومه نه ده چې ايا پوځ به دغو ننګونه ته سر کېږدي او که نه.

ليکوال علي مصطفي ليکې چې د ستر عدالت مشر قاضی افتخار محمد چودري له هغه پس د پاکستان د پوځ سخت مخالف ګرځېدلی دی کله چې یې پوځ ته په سیاست کې د مداخلت نه کولو خبرداري ورکړو.

افتخار چودري د ۲۰۰۷م کال د مارچ په میاشت کې د هغه وخت پوځي حکمران پرویز مشرف له خپلی څوکی نه ګوښه کړو کله چې هغه د پرويز مشرف پر ضد د درغلی مقدمې پرانستې، چودري بيا د وکیلانو د تحريک په نتیجه کې په ۲۰۰۹م کال کې په خپله څوکی بيا پر ځای شو. او کله نه چې چودري بيا د ستر عدالت مشر قاضي شوی دی د يو شمير وتليو سیاستوالو او پوځيانو پر ضد يې مقدمې پیل کړی دی.

مقاله کی راغلي دی چې د پوځ د پخواني مشر جنرل مرزا سلم بيګ او د طاقتورې پوځي استخباراتي ادارې آی ایس آی پخواني مشر اسد دراني پر ضد هم چودري د پلټنو حکم کړي دي.

په جنرل بيګ او جنرل دراني تور دی چې په ۱۹۹۰ م کال کې يې يو شمير سیاستوالو ته پيسې ورکړې وې او په ټول ټاکنو کې یې درغلي کړې وه و د دې تر څنګ د يو شمیر نورو جرنیلانو پر ضد هم د درغلي پلټنې روانې دي.

ستر عدالت په خپله ۱۴۱ څلویښتو پاڼو مشتمله فیصله کې ویلي دي چې جنرل بيګ او دراني يو شمير سیاستوالو ته په دې موخه په لکونو ډا لره ویشلي ول چې په ټول ټاکنو کې د بینظیر بوټو پاکستان پيپلز ګوند ته ماتې ورکړي.

فیصله کې راغلي دي چې ددغو دواړو جرنیلانو پر ضد د ۱۹۹۰ م کال په ټول ټاکنو کی د غير قانوني هلو ځلو تورونه ثابت شوي دي،

مقاله کې راغلي دي چې د دغې فیصلې پس مشر قاضي پاکستاني ولسي (سیول) افسرانو ته په خپله وینا کی وویل چې هغه ورځې لاړی چې د ملکونو د استحکام او امنيت ضمانت به ټینکونه او توغندي وو .

مقاله زياتوي، ښکاري داسې چې د نومبر په پینځمه نیټه په پوځي صدر دفتر کې د لوړ پوړو پوځي کمانډرانو سره په خبرو کې چې د پوځ سر لښکر جنرل اشفاق پرويز کیانی څه ويلي وو هغه د چودري د خبرو ځواب وو . جنرل کیانی ويلي وو چې يو کس او يا اداري ته دا اختيار نشته چې دا فیصله وکړي چې ملک مفاد په څه کې دي.

XS
SM
MD
LG