د خیبر پښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی.
حکومت وايي دا اقدام يې د امنیت خوندي ساتلو په هدف کړی، خو کډوال بیا شکایت کوي، چې دغه کار له دير مشکلاتو سره مخ کړي دي.
صوبايي حکومت د عاشورا په ورځو کې د افغانانو پر ګرځيدو بندیز لګولی او خبرداری يې ورکړی، چې په دې ورځو کې ان اسناد لرونکي افغانان هم د ګرځيدو او تګ راتګ اجازه نه لري.
په پيښور کې دیره څو تنو افغانانو ازادۍ راډيو ته وویل، چې د حکومت دغه بندیز په ورځني ژوند کې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي :
( عبدالله نومیږم او د یوه راجستر شوي افغان په توګه په پيښور کې ژوند کوم، وړمه و رځ دیوه مړي لپاره د قبر کیندلو لپاره هدیرې ته ولاړو خو له بده مرغه قبر ته څيرمه پولیسو ونیولو او د پيسو په بدل کې يې بیا خوشې کړو.
۲ – زما نوم جاوید دی او په پيښور کې اوسیږم، لکه چې تاسو ته بهتره معلومه ده افغانان هسې هم په پيښور کې د پولیسو له خوا ډير ځورول کیږي خو د عاشورا په ورځو کې دغه مشکلات څو وارې زیاتیږي.
دغه بندیز زموږ ژوند دير اغیزمن کړی، د ضرورت پر وخت روغتون ته نشو تللی، کاروبار نشو کولی او داسې نور)
د خیبر پښتونخوا حکومت هرکال د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د پيښور په ګډون په یوشمیر ښارونو کې ځانګړي امنيتي تدابیر نیسي او په لارو واټونو کې په سلګونو نوې امنيتي پوستې جوړوي.
پر پيښور سربیره د پښتونخوا په ډيری سیمو کې دیره افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې دعاشورا په ورځو کې دې له خپلو کورونو بهر نه وځي کنه نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
په مانسره او هریپور کې میشتو دوو تنو افغانانو د امنيتي ادارو له لوري د ورپيښو مشکلاتو په باب له سیمې نه په تلیفون ازادي راډيو ته وویل :
( زما نوم محمد اغا دی او په مانسره کې اوسیږم، دلته پولیسو ډيره بده ورځ راخیستې، هرځای افغانان نیسي، هغه چې یو څه پيسې ورکړي خوشې کوي يې او که څوک پيسې ونه لري نو زندان ته لیږي.
۲ – نوم مې سید عمر دی او په شینکیارۍ کې اوسیږم، ماشومان ښوونځيو ته نشو بیولی، کاروبار نشو کولی، که ناروغ پیدا شي روغتون ته يې نشو بیولی)
پر مانسرې سربیره له ایبټ اباد، هنګو، ټل او ځینې نورو سیمو نه هم یوشمیر افغانانو په تلیفون ازادي راډيو ته وویل، چې په دې ورځو کې له ورته مشکلاتو سره مخ دي.
حکومت وايي دغه ګام يې دعاشورا په ورځو کې د تروریستي پيښو د مخنیوي او امنیت ټینګ ساتلو په هدف پورته کړی خو افغانان بیا پرځان لګیدلي تورونه ردوي .
د جاوید په نوم افغان کډوال چې له تیرو څه باندې درېيو لسیزو راهیسې په پيښور کې ژوند کوي او د مهاجرت قانوني اسناد هم لري وايي، حکومت تل پر افغانانو دغه ډول تورونه لګوي خو زیاتوي چې که په رښتیا داسې وي، نو لږ تر لږه یو افغان خو دې مطبوعاتو ته وړاندې کړي چې په تروریستي پيښو کې په لاس لرلو ککړ پيژندل شوی وي.
هڅه مو وکړه چې په دې باب د پولیسو نظر هم واخلو خو هغوی په دې باب خبرو ته حاضر نشول.
صوبايي حکومت له وړاندې ویلي، چې د هر ډول تاوتریخوالي او تروريستي پيښوڅخه د مخنيوي په هدف يې ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د ښار په مرکزي یا شعیه میشتو سیمو کې د سنیانو تګ راتګ منع اعلان شوی.
ددې ترڅنګ د امنيتي ستونزو په پام کې نیولو سره په دې موده کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ هم بندیز لګیدلی او غوښتنه شوې چې د احتمالي ستونزو څخه دبچ کیدو په هدف ټول کډوال باید وضع شوي مقررات په پام کې ونیسي.
مجيب الرحمان انګار،پيښور