د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان اسلامي غورځنګ لا هم پیاوړی دی


د ازبکستان اسلامي غورځنګ پخوانی مشر طاهر یلدوش
د ازبکستان اسلامي غورځنګ پخوانی مشر طاهر یلدوش



د امريکا فارن پاليسې مجله په يوه مقاله کې ليکلي، د پاکستان په قبائلي سيمو کې ميشت ازبکستان اسلامي غورځنګ ، که څه هم کمزوری شوی دی خو بياهم له پوځي پلوه يو پياوړی تنظيم دی.

د امريکا په فارن پالیسي مجله کې دا ليکنه کرسټوفر انزالون کړې ده. ليکوال د ميګل يونيورسټی د اسلامي علومو په مرکز کې ډاکټري کوي.

د مقالې په سر کې ليکوال په قباییلی سيمو کې فعاله د ازبکانو د وسله تنظيم له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره د ژوراړيکو تفصيل ورکړی دی چې څنګه له دوی سره په جنګي چارو کې همکاري کوي.

دي د يوشمير جګړو ذکر کوي او دا هم وايې چې د بنو له زندانه یا جيله د شاوخوا څلور سوه بنديانو په خلاصولو کې ازبک وسله وال تنظيم پوره مرسته کړې وه.

کرسټوفر زياتوي، په ازبکستان اسلامي غورځنګ کې يوغورويان، ترکمن، ترکان، پښتانه، غير پښتانه پاکستانيان، چينيان، چيچن، جرمنيان او روسان هم شامل دي.

دوی نه يوازي په پاکستان کې بلکې په افغانستان او منځنۍ ايشيا کې هم کارواياني کوي.

د ليکوال په خبره د دې تنظيم د ميډيا څانګه ډیره فعاله ده. دی بيا له ۲۰۰۱م راهیسې بيا تر اوسه د ازبکانو ددې وسله وال غورځنګ د هغو مشرانو تفصيل ورکوي چې وژل شوي دي.


کرسټوفر انزالون په پای کې ليکي په قبائلي سيمو کې ميشت ازبکستان اسلامي غورزنګ ، که څه هم خپل ډير مهم مشران او غړي په جګړه کې بایللي او د دوی د جنګياليو شمير اوس کم شوی دی خو بيا هم له جنګي او د پروپيګنډيزې ميډيا له پلوه مضبوط دی.

دده په وينا دغه تنظيم له نورو وسله والو ډلو په تيره بيا له تحريک طالبان پاکستان سره ډیري نږدي اړيکي جوړي کړي دي.

د ازبکانو وسله وال تنظيم د جندالله نومي سټوډيو له لاري د ښه معيار ويديوګاني او اډيوګاني جوړوي او په ازبکي، روسي، فارسي، عربي، جرمني، برمي، اردو او پښتو ژبو کې بيانونه او تبليغاتي مواد خپروي.

ليکوال يوه بله مهمه خبره دا کوي چې ازبکستان اسلامي غورځنګ اوس د راتلونکي نسل په جنګي جوړولو ډير وسائل خرڅوي .ددې لپاره دوی په ځانګړې توګه ماشومانو ته جنګي تربيتونه ورکوي.

کرسټوفر انزالون خپله مقاله په دې راغونډوي چې سربيره پر دي د ازبک جنګياليو غورځنګ ته زيات تاوان رسيدلی دی خو لا اوس هم په افغانستان او د پاکستان په قبائلي علاقو کې زيات فعاله دی.

XS
SM
MD
LG