د لاسرسي ځای

تازه خبر

رمشامسیح د مذهبي سپکاوي له توره سپینه شوله





اسلام اباد هايې کورټ د رمشا مسيح خلاف د مذهبي سپکاوي مقدمې خارجولو حکم ورکړ.

چيف جسټس خپله په خپله فيصله کې وويل چې دا يو ډيره حساسه معامله ده او هیچا هم رمشا مسيح په خپلو سترګو نه ده لیدلې چې هغې دې د قرآن پاک پاڼې سوځولې وي. او په کار ده چې د مسلمانانو يا غير مسلمانانو خلاف بې بنياده او ناوړه تورونه ونه لګول شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د رمشا مسيح وکيل رانا عبدال حميد د کيس په هیسته کيدو خوشالي وښودله او زیاتوي چې عدالت انصاف وکړلو.

“ عدالت له قانون سره سم فيصله وکړه ، په دې کې دا په کار وو چې بې ګناه خلک دې نه په نښه کيږي. زموږ خلک د عدالت په دي فيصله خوشاله دي چې رمشا مسيح يې خوشې کړه ، دهغې خلاف مقدمه يې لرې کړه . رښتيا ته رښتيا وويل شول او دروغ ته دروغ “

د عدالت د فيصلې په اړه د بشري حقونو کار پوه ثمرمن الله مشال راډيو ته وويل، که داسې نوري هم ښه ښه فيصلې وکړل شي نو د اقليتونو تحفظات به ختم شي.

،، زما په خيال دا ډيره ښه فيصله ده . او بل په کار دا ده چې که یو څوک د یو چا خلاف بې له څه ثبوته تورونه لګوي، هغوی ته دې سزا ورکړل شي. ،،

ياده دې وي چې له دې مخکې له عيسايې مذهب سره تعلق لرونکې آسيه بي بي ته په ۲۰۱۰م کال کې د پيغمبر په شان کې د سپکاوې په جرم کې د شيخوپوره يو عدالت د مرګ سزا اورولې وه.


رابعه اکرم مشال راډيو

XS
SM
MD
LG