د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډي ايټ سرمشريز په ٢٢ نومبر اسلام آباد کې کيږي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزيري حنا ربانې کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزيري حنا ربانې کر



د بهرنیو چارو وزيري حنا ربانې کر وايي، چې د ډي ايټ سرمشریزه به پاکستان ته د تجارت په برخه نوي ورونه پرانیزي.

په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو دفتر کې د اتو پرمختیايي هېوادونو د سرمشرېزې په باب له مطبوعاتو سره د خبرو پر مهال حنا رباني کر وويل، چې د راتلونکې غونډې د سر ايجنډا د غړیو هېوادونو ترمينځ سوداګري ته وده ورکول او سوداګرو ته په ويزو کې اسانتيا برابرول د.

کر زیاته کړه، چې دا مهال د “ ډي اېټ ” غړو ملکونو ترمينځ د تجارت حجم ١٣٠ اربه ډالره دی چې د دې په خبره تر ۲۰۱۸ م کال پورې به ٥٠٠ اربه ډالرو ته ورسول شي.

هغې وویل، د روانې مياشتې په ٢٢ نيټه کيدونکې سرمشریزه د ډي ايټ د پنځلسمې کليزې په ترڅ کې رابلل شوېده او د غونډې موضوع (د امن او خوشالۍ لپاره جمهوري مرستي) دي. په دې سرمشریزه کې به پاکستان د راتلونکې دوه کالو لپاره د ډي ايټ چييرمين هم وټا کل شي.

د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی چيېرمېن اعجاز خټک وايي، د دې تنظيم ملکونه په اقتصادي توګه ډېر پرمختللي نه دي خو که دوی خپلمينځي تجارت ته وده ورکړي نو راتلونکې وخت کې به ترې ډيره ګټه ترلاسه کړي.

د اتو پرمختیايي اسلامي هیوادونو سازمان (D-8) بنسټ په ۱۹۹۷ م کال کې د ترکیې له خوا ایښودل شوی دی.

د دې سازمان هدف په نړیوال اقتصاد کې د سازمان د غړو د رول پراختیا، په خپلو کې د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو لپاره د تازه لارو موندل، په نړیواله کچه په سترو پریکړو کې د برخې اخیستلو لپاره د لاره هوارول او د ژوند کیفیت لوړل دي.

په دې سازمان کې مصر، ترکیه، انډونیزیا، ایران، مالیزیا، نایجیریا او پاکستان غړیتوب لري.


احمدالله مشال راډيو

XS
SM
MD
LG