د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ټليفوني خبرو مو څوک نه پوهېږي"




د پکتيا ډېر اوسېدونکي د دې ولايت د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست له چارو نارضه دي او تور پورې کوي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست يې لا هم غوښتنو،ستونزو او پرلپسې شکايتونو ته پام نه دی کړی.

دوئ وايي په ټولو ولايتونو کې د مخابراتي شبکو اړيکې روڼې دي خو په دې ولايت کې لا هم د دوئ په خبرو د مقابل لوري کسان نه پوهيږي او د ټليفون له لارې په ‌‌ډېره ګرانه د يو بل په خبرو ځان پوهوي .

د دې سيمو اوسېدونکي وايي چې د ګرځند ټليفونونو شبکې يې د ولايت په ولسواليو کې هېڅ کار نه کوي، او په بیا بیا يې مخابراتو او ټکنالوژي رياست ته د ټليفوني شبکو د نه فعاليت شکايت کړی دی، خو د دوئ په خبره چې لا يې هم شکايتونو ته پام نه دی شوی : ((زه ښادي خان يم موږ چې چاته زنګ وکړو ټليفون پيسې وخوري خو په يوه خبره يې هم نه پوهيږو)).

((زه مسعود يم، رسمي کار کوم کله چې ولسواليو ته ځم نو څو سيم کارټونه ځان سره ساتم په دې خاطر چې خپلو کور سره اړيکه ونيسم، ډېر وخت داسې هم شوي دي چې په هفتو مې کور سره اړيکه نه وي ټينګه شوې او راته په اندېښنه وي))

(( زه نور احمد حيران يم ، شبکې دومره خرابې دي چې د ټليفون له کارولو پښېمانه يو،بايد ټول سيم کارټونه ايسته واچوو))

د خلکو دا شکايتونه د دې ولايت ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي رښتيني ګڼي او په خپله هم د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست له کارونو نارضه دی، وايي دې رياست لکه څنګه چې لازمه ده په پکتيا کې،پراختيايي او پرمختيايي کارونو ته پام نه دی کړی : (( په دې برخه کې رياست کار نه دی کړی او نه يې وزارت څه اقدام کړی دی، موږ هر وخت ورته ويلي دي چې دوئ د خلکو شکايتونو ته پام وکړي خو داسې د پام وړ کار يې نه دی کړی ))

احدي دا هم وايي د دې رياست د فعاليتونو د نشتوالي او کمزورۍ په اړه شکايتونه ورته رسيدلي او په رسمي ډول يې له مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست چارواکو څخه غوښتنې هم کړې دي چې د خلکو ستونزو ته جدي پام وکړي، خو لا يې هم ترې قناعت کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د يادونې وړ ده په پکتيا کې څلور مخابراتي شبکې (روشن،افغان بيسيم،اريبا او اتصلات) فعاليت کوي خو د خلکو په خبره د دوئ فعاليتونه يوازې ترمرکز ګردېز محدود او په ډېرو ولسواليو کې کار نه کوي.
راپور - داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG