د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د لیکوالانو او هنرمندانو ذمه وارۍ)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پاکستان کې بشري حقونو کمېسیون (کمېشن) په پېښور کې د خیبر پښتونخوا لیکوالانو او هنرمندانو ته د ورپېښو ننګونو په اړه یو ورځینۍ غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې په اوسنیو حالاتو کې د هنرمندانو د ذمه واریو په اړه هم بحث وشو.

غونډې ته د پښتو ژبې نومیالي لیکوالان او هنرمندان وربلل شوي ول.

د بشري حقونو کمېشن د پښتونخوا څانګې چارواکی شېر محمد خان وايي، دوی دا ګڼي چې د رایې اظهار د فنکار حق دی خو دا یې دنده هم ده چې ټولنې ته د خپل عقل، فکر او وجدان مناسب شعور ورکړي.

د سندرو امېل په خپرونه کې به د تل په څېر سندرې هم واورئ.

خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG