د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (په سوات کې د موسیقۍ مېله)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مو نن درته د هغې لویې سندریزې غونډې حال راوړی دی چې په تېر لوی اختر کې د پښتونخوا په سوات کې وشوه.

دا پروګرام تر درو ورځو روان وو.

د سوات شاعر او لیکوال عثمان ولسیار وايي، د دې سندریز کلتوري پروګرام موخه دا وه چې نړۍ ته د سوات اصلي او سوله ییزه څېره وښودل شي.

عثمان ولسیار وايي، سوات د تهذیبونو زانګو ده.

د ده په وینا، په تاریخي توګه د پښتنو او افغانانو په سیمه کې یوازې سوات او افغانستان دوه داسې خپلواکه دولتونه ول چې په ریاستي یا دولتي کچ یې د موسیقۍ سرپرستي کړې وه.

د منو په نوم مزاحیه شاعر او فنکار له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت په خپل انداز کې وویل چې په سوات کې تر هر کاڼي لاندې یو فنکار او شاعر پروت دی. دی وايي، د سندرو داسې غونډې د هغو ټابلېټونو یا ګولیو کار کوي چې نفسیاتي خپګان ورکوي.

د سندرو امېل په دې خپرونه کې به د دې پروګرام ځینې سندرې هم درخپرې کړو.

دا خپرونه هارون باچا جوړه کړې ده.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG