د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د کوچیانو آمر وژل شوی دی


سید شاه سقیم

د افغانستان زابل ولایت د کوچيانو آمر تېره شپه د دغه ولايت په مرکز کې د وسله والو په يو بريد کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي دی په جومات کې د مآښام په لمانځه ولاړ چې ورباندې وسله والو بريد کړی دی.


چاواکي وايي، د دغه ولايت د کوچيانو آمر ادم خان ناصر د پنجشنبې پر ماښام د زابل په مرکز کې د وسله والو په يو بريد کې وژل شوی دی.

ناصر د کلات په سينک سيمه کې په جومات کې د ماښام پر لمانځه ولاړ وو چې وسله والو ورباندې ډزې کړې دي.

د زابل د والي وياند شريف الله ناصري وايي چې وسله والو تر بريد وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي خو امنيتي چارواکي اوس هم په سيمه کې د بريد کوونکيو د نيولو په موخه پلټنې کوي.

دی وايي تر اوسه پورې لا پوليسو ته په سيمه کې داسې څوک په لاس نه دی ورغلی چې له پېښې سره دې تړاو ولري.
((ادم خان ناصر تېر ماښام په سينک سيمه کې په جومات کې د ماښام په لمانځه ولاړ وو چې وسله وال ورغلي او ډزې يې ورباندې کړې دي. په بريد کې ناصر وژل شوی او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي خو زموږ پوليسو اوس هم سيمه محاصره کړې ده او کوښښ کوي چې بريد کوونکي ونيسي.))

که څه هم دولتي چارواکي پېښه د وسله والو طالبانو کار بولې خو دې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG