د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندي طالبانو پرېښودل او افغان سوله کې یې ونډه



احمد شاه اعظمي

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت لږ تر لږه نهه افغان طالب مشران خوشي کړي دي چې زياتره يې د منځنۍ درجې طالبان ياديږي. دوی د پاکستان په بېلا بيلو زندانونو کې له کلونو راهيسي بنديان وو. افغان اسلامیک پرېس وايي چې خوشي کړل شوي طالب مشران په پاکستان کې خپلو کورونو ته تللي دي. اژانس په افغانستان کې د طالبانو د تورې بوړې د سنګر مشر مولوي انوارالحق مجاهد د خپلوانو له خولې وايي چې نوموړی هم په پرېښودل شویو کې شامل دی.


بلخوا طالبانو د پاکستان د حکومت لخوا د طالب بنديانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی او غوښتنه يې کړې چې پاتې نور بنديان دي هم آزاد کړل شي.

دا چې دغه طالب مشران په افغانستان کې د سولې په راوستو کې څومره مهم رول لوبولای شي او د دوی راتلونکې اقدام به څه وي؟ د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه نصر الله ستانکزی وايي چې پرېښودل شوو طالب مشرانو ډيرې تجربې تر لاسه کړي او د سيمي په سياست خبر دي نو د سولې په راوستو کې به يې رول ډېر مهم وي.

((دوی د طالبانو د معنوي مشرانو په توګه کولای شي چې د افغانستان په سوله کې ډېره مرسته وکړي او همدا رنګه هغه تجربې چې دا کسان يې لري، که چيرې له هغه څخه ګټه واخلي نو کولای شي ډېر څه وکړي ځکه دوی طالبان هم پېژني، دا سيمه هم پېژني، د پاکستان په چال چلن هم پوه دي، نو کولای شي چې د سولې په بهير کې مهمه ونډه ولري. خو مهمه دا ده چې پاکستان بيا هم له دې وروسته په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره څومره صادقانه او په ايماندارۍ سره عمل کوي. فکر نه کوم چې يوازي د څو تنو په خوشي کېدو سره به د افغانستان د سولې لړۍ سرعت ونيسي يا د سولې لړۍ غښتلې شي، فکر کوم چې نور عملي اقدامات هم په کار دي))

يو شمېر افغانان دې ته هم انتظار باسي چې خوشي شوي طالب مشران به چيري او په کوم رول کې د سولې په بهير کې ګډون کوي او پروسه به پر مخ بيايي. په کابل کې د سياسي چارو کارپوه يونس فکور خوشبينه نه دی چې افغان حکومت يا د سولي عالي شورا به وکړای شي چې دوی ته د سولې په پروسه يا حکومت کې د ګډون لپاره اغېزناکه سټراټيجي جوړه کړي.

((د طالب مشرانو را خوشي کېدل خو د هر چا خوښ دي خو آيا دوی به د کرزي سره کابل ته روان شي؟ او بل دا چې افغان حکومت څه پلان ورته لري چې په دوی به څه وکړي؟ آيا دوی به خپل قدرت ورسره شريک کړي؟ دوی ته به وزارتونه ورکړي؟ يا دوی به يې د سولې په کار کې د يو سياسي ډلې جوړېدو ته پريږدي؟ زه فکر نه کوم چې دا کار به دوی وکړي یا وکړای شي )).


په اوسنيو پرېښودل شوو طالب مشرانو کې ملا عبدالغني برادر نه دی شامل چې نه یوازې د طالبانو يو تر ټولو مهم مشر ګڼل کيږي بلکې د زياترو شنونکو په اند د سولې په راوستو کې یې مهم رول لوبولای شوای. دا چې د ملا برادر نه خوشي کېدل به د سولې پر روانه پروسه څه ډول منفي اغېز ولري؟ نصر الله ستانکزی وايي ملا برادر اغېزناکه رول لوبولای شول خو د هغه نه خوشي کېدلو په دې پروسه کې د پاکستان پر اخلاص شکونه رابرسېره کړي دي.

((ملا برادر د افغانستان د سولې په راوستلو کې يو موثر شخصيت و. ځکه چې مخکې هم هغه دا کار کړی و او تجربه يې درلوده. نه پوهېږم چې ولي پاکستانيان په دغه ارتباط څه ملاحظات لري. دا عمل يو شک هم را ايجادوي چې پاکستانيان لا تر اوسه هم په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره ښه نيت نلري. خو په هر صورت، که چيري د افغانستان د سولې په روان بهير کې يو مخالف وسله وال هم، که چيري هغه عادي کس هم وي، را داخل شي، زما له نظره دا به خپل ښه تاثيرات ولري.))

که څه هم د افغانستان د سولې عالي شورا په تېرو وختونو کې هم د طالبانو د پخلاينې او په هيواد کې د سولې راوستو په موخه د پاکستان سفرونه کړي دي خو د دې شورا تازه سفر د سولې د پروسې د کاميابۍ لپاره د دوی هيلې زياتي کړي دي چې د پاکستان له زندانونو څخه يې د افغان طالب مشرانو خوشي کېدل لومړی لاس ته راوړنه ياديږي.

XS
SM
MD
LG