د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ادب وتلی ستوری ډاکټر اعظم اعظم مړ شو





د پښتو ژبې وتلی شاعر، ادیب او ډرامه لیکونکی ډاکټر محمد اعظم اعظم نن په پیښور کې په حق ورسید. ډاکټر اعظم د زړه په ناروغه اخته وو او له څه مودې راهیسې تر درملنې لاندې وو. د کورنۍ غړي يي وايي د ډاکټر اعظم د جنازې لمونځ به د خیبر پښتونخوا د چارسدې په رځړو کې ادا کیږي او هم هلته به په خپل پلارني قبرستان کې خاورو ته سپارلې کیږي .

ډاکټر محمد اعظم اعظم د پښتو ادب په میدان کې ډیر زیار ویستلی دی. د نثري لیکونو مجموعه يي د ؛لشې؛ او شعري مجموعه يي د ؛ژوند او جنون؛ په نوم چاپ شوي دي.

ډاکټر اعظم اعظم د پیښور پوهنتون د پښتو ادبیاتو د څانګې ریس او د پښتو ادبي بورډ د مشر په توګه کار کړی دی او تر څه موده پورې یې د پېښور اسلامیه کالج کې د پښتو د استاد په حیث خپله وظیفه ترسره کړې وه.

اعظم صیب د پاکستان ټیلي ویژن لپاره نه هیریدونکې ډرامې لیکلي دي چې د پښتنو د کلتوري او ټولنیز ژوند عکاسي پکې شوې ده. د هغه د ډرامو له یوې مشهورې لړۍ څخه “ورکې لارې ” دي چې د پاکستان ټيلي ویژن پېښور څانګې به خپروله. د هغه بله مشهوره لړۍ ناموس وو چې جایزه یې وړې وه. د هغه په اړه به ادبپوهان ویل چې د پښتو ادبیاتو د سر سر کسانو کې دی.

داکټر اعظم اعظم په خپلو لیکنو کې کاږي چې ده له مترقي لیکوالانو الهام اخیستی دی. چې په هغو کې اجمل خټک، امیر حمزه شینواری راځي. د ده په خبره دا دواړه ولسي ږغونه دي چې یو یې پښتونواله او قامولي ته رابولي او بل یې وحدانیت او روحانیت ته رابولي. ده به ویل چې شاعري یو داسې لوړ ادبي صنف دی چې باید ولسي ښېګړې لپاره وکارول شي. هغه به د پښتو شاعري راتلونکی ډېر ځلاند باله.

د هغه کتابونه پښتو افسانه او تحقیق او تنقید د پښتو ادبیاتو کې د اېم اې په نصاب کې شامل دي.



د هغه مشهور کتابونه:
• پښتو افسانه
• تحقیق او تنقید
• لشې
• په پښتو ادب کې کردارنګاري
• رحمان بابا د ولس شاعر
• پښتني رومانونه
• د عقیدت ګلونه
• اندازونه

د هغه ګټلې تمغې یا جایزې

آدمجي اېوارډ (۱۹۶۳)
پاکستان لیکوالانو ټولنې ګیلډ اېوارډ(۱۹۶۵)
پاکستان لیکوالانو ټولنې ګیلډ اېوارډ (۱۹۷۸)
پي ټي وي زرو تمغه د ډرامو لپاره (۱۹۸۹)
تمغه امتیار (۱۹۹۰)

اخځلیکنې:
شېرعالم شینواری
خیبر واچ


XS
SM
MD
LG