د لاسرسي ځای

تازه خبر

" اوس مو سیمې ته بهرني سیلانيان نه راځي"


د زیارت ښارګوټۍ چې د سیلګرۍ مشهوره سیمه بلل کېږي.
د زیارت ښارګوټۍ چې د سیلګرۍ مشهوره سیمه بلل کېږي.



نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې خلک وایي،په سیمه کي غربي سېلانیان له تېرو څو کلونو راهیسې نه ترسترګو کېږي. دوی زیاتوي،له کله چې سیمه د ناامنۍ تر اور لاندې راغلې،بهرني سېلانیان یې د سیمې سېل ته نه ورځي.

د بلوچستان سېلګرۍ ادارې چارواکي وایي،په ټوله سیمه کې د ناقرارۍ له وجې داسې وضع جوړېدل فطري خبره ده، خو د دوی په وېنا، بیا یې هم خپلې هلې ځلې له لاسه نه دي ورکړې

په زیارت کې د سیلانیانو یوه ډله
په زیارت کې د سیلانیانو یوه ډله

د سیمې او سېدونکی محمد اعظم وایي،اوس هغه وختونه ولاړ،کله چې به په هر موسم او هر وخت کي غربي سېلانیان په سیمه کې لیدل کېدل ٫٫اته یا نهه کاله وشو چې انګرېزانو (غربي) سېلانیانو زموږ سیمو ته راتلل پرې اېښي.دوی به دلته پخوا ډېر په شوق راتلل او په کوټه او نورو سیمو کي به یې سېلونه کول او چکرونه به یې وهل. له دوی سره به خپلې مېرمنې او بچیان هم ول او نور .دوستان او قریبان به هم ورسره ول .یا خوبه په کمه شمېره ول او یا به کله کله په ډلو ډلو لېدل کېدل. دلته به د دوکاندارانو او هوټل والاوو کاروبارونه هم ښه ورسره کېدل. دوی به له ځان سره د دې ځای سوغاتونه له ځان سره وړل. یو عجیبه ګڼه ګوڼه به لیدل کېدله،خو اوس دا نهه یا لس کاله وشو،سیمه په اور ولړل شوه او دوی هم له سیمې دا رنګه ورک شول چې هر څوک ورته حېران دي٬٬

د سیمې بل اوسېدونکی،محمدالله له سیمې سره تړلی د غربي سېلانیانو هغه تېر وخت یادوي. دی له غربیانو سره دومره بلد وو چې په سیمه کې یې د هغو د تېرېدو لارې اوس هم د ذهن په مشین کي خوندي کړې دي ٫٫دوي به له آروپا د ایران پر لارې راتلل او د ایران و پاکستان پر پولې د تفتان له خوا به بلوچستان ته را ننوتل او بیا به له نوشکي او کوټې تېرېدو وروسته،د بلوچستان پر پښتون مېشتو سیمو تېرېدل .پر یادو سیمو به دوی کله کله ډېر وخت تېر کړی او تر ټاکل شوي وخت زیاتې شپې به یې وکړې.له بوري او ژوبه تېرېدو وروسته به دوي یا خو پنجاب ته ور داخیل شول او یا به خېبر پښتونخوا ته٬٬

محمد اعظم وایي،غربي سېلانیان د پښتنو له مېلمستیا بیخي زیات خوند اخیستی او همېش به یې په ښو ټکو ستایلی. دی د سېلانیانو او پښتنو مېلمستیا تړون څه داسي بیانوي ٫٫انګرېزان د ځایي اوسېدونکیو له مېلمستیا ډېر متاثره کېدل او دوی به ډېر ورته خوشالېدل.د هغې زمانې کېمرې به دوی له ځان سره راوړلې او دلته به یې له پښتنو سره عکسونه اخیستل.داسې هم یو شمېر پېښې شته چې دغه سېلانیان چې بېرته آروپا ته رسېدلي نو له پښتنو سره اخیستي عکسونه یې سره له سوغاتونو هغو خلکو ته ورالېږلي.مطلب دوی دلته ډېر ښه وخت تېرولی او دغه سیمه یې همېش ستاېله٬٬

صلاح الدین چې د سېلاني مقام زیارت اوسېدونکی دی،وایي،انګرېزانو سره اوس نورو سېلانیانو هم د دوی سیمو ته ورتګ پرې اېښی،چې له وجې یې د ده په وېنا،د سیمې سېلګرۍ ډېره اغېزمنه شوې ٫٫په انګرېزانو سیمه ودانه وه.سېلګري په ودانه وه او د خلکو کاروبارونه په ودان وو،خو له کله چې دوی ورک شوي،نور خلک هم اوس دلته نه راځي او د خلکو هغه کاروبارونه چې له سېلانیانو سره تړلي،اغېزمن شوي دي او اوس دومره کاروبار نه کېږي،لکه چې پخوا به کېدۍ٬٬

بل اړخ ته د بلوچستان د سېلګرۍ ادارې یو مشر محمد هاشم کېتراڼ دا خبره مني چې په سیمه کې لګېدلی د ناامنۍ اور دلته هم اثرات اچولي دي،خو د ده په وېنا،دوي بیا هم خپلې هلې ځلې له لاسه نه دې ورکړې ٫٫زموږ چې څومره محدوده وساېل دي،هغو ته په کتلو زموږ همېش دا هڅه وي چې بلوچستان کې د سېلګرۍ د پرمختګ لپاره کارونه وکړو.په دغه لړ کې به زه یو کوچنی مثال درکړم.اوس تازه تازه موږ د بلوچستان حکومت پر سرکاري وېبپاڼې داسې مواد اچولی دی، چې د سېلګرۍ لپاره ځانګړي دي او دغه وېبپاڼه به موږ نوره هم پر مخ بیا یو، چې خپلې هڅې جاري وساتو او په سیمه کې د سېلګرۍ دغه مخ په ختمېدو څانګه بېرته یو څه راژوندی کړو٬٬

که څه هم د ناقرارۍ له وجې غربي سېلانیانو په پاکستان کې د نورو سیمو تر څنګ د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې کتل هم پرې اېښې دي، خو پخوا نه یوازي دوی دلته د سېل لپاره راتلل،بلکې دلته یې یو شمې څېړنیز کارونه هم ترسره کول .لکه د بلېګې په توګه له آروپایي هېواد فرانس سره تعلق لرونکی د لرغونپوه (آرکیالوجسټ) جین فرانسوېس، چې په ۱۹۷۴ کال کې د بلوچستان د ضلع بولان په سیمه کې د ٫٫مهرګړ٬٬ په نامه لرغوني پخواني آثار وموندل او نړۍ ته یې وښودل چې اوس د نړۍ یو له لرغونو آثارو او تهذیبونو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG