د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات امن کمېټې د وژل شوي غړي ژوبل ماشوم علاج غواړي


دا درې کلن ژوبل ماشوم په سوات کې د وژل شوي امن کمېټې د غړي زوی دی
دا درې کلن ژوبل ماشوم په سوات کې د وژل شوي امن کمېټې د غړي زوی دی



په سوات کې د امن کميټۍ د وژل شوي یوه غړي کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغه د درې کلن ژوبل ماشوم د علاج لپاره دې مرسته ورسره وکړي.

په سوات تحصيل چارباغ منګلتان کې د اکتوبر پر شپږمه نېټه دمقامي امن کميټۍ غړۍ سرداراحمد وسله والوهاغه وخت په خپل کورکې دننه په ډزو ووژلو، چې خپل درې کلن وړوکۍ زوی فضل محمد ورسره په غيږه کې ناست وو اوه يوګولۍ د دغه ماشوم په سرهم لګېدلې وه او ډېر سخت ژوبل شوی وی.

د فضل محمد تره محمداکبر زياتوي چې د خپل ژوبل ماشوم د علاج له پاره هیڅ پیسې نه لري او نه یې حکومت هم تر اوسه پوښتنه کړې ده. دوی وايي، وړاندې یې درې کلن ماشوم سيدوشريف او بيا پيښور روغتون ته په خپله خرچه د علاج لپاره وړی دی خو ګيله کوي چې دامن له پاره د وژل شوي سردارخان کورنۍ ته حکومت هیڅ پاملرنه نه کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې دسوات قامي جرګې مشرغړی رياض احمدخان وايي، دغه ډول چلند او رویه به په سوات کې د امن له پاره روانو هلو څلو ته زیان ورسوي او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې بې له ځنډه د سرداراحمد کورنۍ ته مالي مرستې ورکړي او د هغه د درې کالن بچي علاج دې په سرکاري خرچه وکړي ځکه چې وژل شوۍ سرداراحمد د سوات د امن له پاره هلې ځلې کولې.

له مشال راډيو سره په خبرو کې له سواته د خيبر پښتونخوا اسمبلي غړی شېرشاه خان مشال ريډيو ته وويل، چې د سردار احمد سره د مرستې په نه کولو بخښنه غواړي.او نوموړي د مشال راډيو مننه وکړه چې دې ستونزې ته یې دوی پام وراړولی. نوموړي زیاته کړه چې اوس به فوري توګه دغه خاندان ته مرستې ورکولو په اړه سوات ضلعې انتظامې ته امرجاري کړي اوکوموخلکو چې په دې کې غفلت کړی وي د هغوي پر ضد به کاروايي کوي...


نيازاحمدخان مشال ريډيو

XS
SM
MD
LG