د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ملالې یوسفزۍ په نامه ۱۶ ښوونځي جوړېږي




منور شاه مشال راډیو

پراګ:- په پاکستان کې د بشري پرمختګ ملي اداره (نېشنل کمیشن فار هیومن ډېولېپمنټ) وايي، چې د ماشومانو د تعلیمي حقونو د مبارزې ملالې یوسفزۍ په نامه د ښوونځيو جوړولو یوه پراخه منصوبه لري چې د ده په خبره څلور سکولونه به په خیبر پښتونخوا او پاتې نور به د ملک په تعلیمي پسمانده سیمو کې جوړوي.

په دې اړه د اېن اېچ سي ډي اداري مشر جاوید اعظم له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ملالې ښوونځيو په جوړولو به په اولني پړاؤ کې تر ۲۵ میلیونه روپو لګښت راځي. چې د ده په خبره د سږني(۲۰۱۲م کال) په ډسمبر کې به یې د جوړولو کار پیلوي.

(( د ټول پاکستان په څلور واړو صوبو او کشمیر کې د سکولونو جوړولو پلان لرو چې لومړی هغه به یې د ملالې په پلرني ټاټوبي سوات کې جوړوو. او دغه ډول به په پښتونخوا صوبه کې درې نور سکولونه جوړوو. په پنجاب او سیند کې به څلور څلور او په بلوچستان او کشمیر کې به دوه دوه سکولونه جوړوو. ))

جاوید اعظم وايي، د دې ښوونځيو د جوړولو تر شا یې لوی مقصد د ملالې یوسفزۍ مبارزې ته پیرزوینې وړاندې کول دي چې د سوات په څومره سختو حالاتو کې هغې د ماشومانو د تعلیم لپاره مبارزه کړېده. (( د ملالې په نامه د سکولونو جوړولو سره موږ نړۍ ته دا ورښييو چې ملاله د یو سوچ او فکر نوم دی. د پرمختګ او ترقۍ نوم دی. او د همدې سوچ د پرمخبیولو لپاره مو مټې رانغښتې چې خپله ونډه کار موږ هم وکړو.))

د اېن اېچ سي ډي اداري مشر جاوید اعظم د دې منصوبې د مالي مرستو په اړه وویل، چې د تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ګورډن براؤن ترڅنګ یوشمیر نورې نړیوالې ادارې هم په دې لړ کې امداد کولو ته تیارې دي. نوموړې د ملالې ښوونځيو په لړ کې د عملي ګامونو په باب وویل، (( ځمکه مو رانیولې ده، د نقشې او کار کولو لپاره مو انجینران هم ګمارلي دي.))

جاوید اعظم زیاتوي این سي ایچ ډي په مکمله توګه د ملالې ښوونځيو کولونو جوړولو ته تیاري نیولی او هیله یې وښودله چې د تعلیم د پرمختګ لپاره د ملالې شخصي هڅې به اوس په قامي کچه عملي کوي.

پنځلس کلنه ملاله یوسفزۍ د اکتوبرمیاشتې په نهمه نیټه وسله والو طالبانو د سوات په مېنګوره کې په نښه کړه، چې د مهال د برتانییا د برمنګم په کوین الیزبېت روغتون کې تر درملنې لاندې ده. پر هغې د برید په نړیواله کچه غندنه وشوه او د جینکو د تعلیم لپاره دهغې هڅې یې وستایلې.


XS
SM
MD
LG