د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۷۰ لکه کسان د شکرې ناروغي لري




رابعه اکرم مشال راډيو

نن د پاکستان په شمول په درسته نړۍ کې د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ لمانځل کيږي، چې موخه یې په ولس کې د دغه ناروغۍ په باب اګاهي پیدا کول ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې په پاکستان کې د یوې سرکاري ادارې ډائبټيس (شکرې)ايسوسي ايشن يوې چارواکې ډاکټر عاصمه مقصود وویل، په ملک کې دا وخت تر۷۰ لکه زيات کسان د شکرې ناروغي لري او له څه مودې راهیسې د سکولونو په ماشومانو کې هم دغه ناروغي راڅرګنده شوې ده. د دې په خبره حکومت باید په پراخه کچه د شکرې ناروغي په اړه ولسي پوهاوی ډېر کړي.

،، موږ له په سکولونو کې کار کول پکار دی، ځکه چې مخکې هم زموږ دا نوی نسل د هوټلو او برګرو د خوراک له وجې د يو وباء غوندي د شکرې ناروغۍ ښکار کيدای شي نو موږ خو دا وايو چې مور اوپلار دې له پنځه کلنۍ نه د ماشومانو د خوراک او غټ والي خيال وساتي ،،

د شفاء اټرنيشنل هسپتال د شکرې ناروغۍ ماهر ډاکټر مظهرالحق مشال راډيو ته وويل چې د شکرې مرض لوی وجوهات د خوراک زيات والی او غټوالی دی او کله چې یو چا ته دا ناروعي ولګېږي نو هغه بیا په نورو نارغیو هم اخته کېږي.

،، شکره د بدن په هره حصه اثر کوي ، اعصابو ، سترګو ، ګردو ، معده او د ويني په رګونو. نو رګونه خو په غونډ بدن کې وي نو د شکرې له وجې رګونه تنګيږي ،،

نوموړی زياتوي، که څوک د شکرې ناروغي لري او که نه خو هغوی ته پکار ده چې د متوازنو خوړو خيال وساتي.

،،صحت منده خوراک چې پکې ريشه داره ميوې ، سبزيانې او دالونه شامل دي ، د دې استعمال دې زيات کړي او له دې علاوه کم ازکم ديرش منټه ورزش دې خپل عادت جوړ کړي. داسې ورزش دې په هفته کې کم از کم پنځه ځلې کوي چې په بدن کې خوله راولي ،،

د غير سرکاري اداري ډائبټيس ايسوسي ايشن د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې دا مهال درې سوه شپږ شپېته میليونه خلک د شکرې ناروغي لري.

XS
SM
MD
LG