د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه: پر وزیراعلی اعتماد

په داسې حال کې چې د بلوچستان اوسنی ګورنر او پخوانی سپیکر اسلم بوتاني د صوبايي اسمبلۍ د غونډي له رابللو څخه په بیا بیا انکار کړی،نو هلته د اسمبلۍ اوسني سپیکر مطیع الله آغا د اسمبلۍ غونډه د سې شنبې په ورځ راوبلله، چې په کې شاوخوا اووه څلوېشتو غړيو ګډون درلود. تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې ګواکې د بلوچستان اسمبلۍ دا غونډه به ونه شي. دا ځکه چې د بلوچستان اوسنی حکومت د پاکستان ستري محکمې یا سپریم کورټ د بلوچستان بدامنۍ کیس په اورېدنه کې په يوه عبوري حکم کې ددې صوبې حکومت مکمل ناکامه ګرځولی وو.او تر هغه وروسته بیا اوسني ځای ناستي ګورنر او پخواني سپیکر اسلم بوتاني په دې د اسمبلۍ د غونډي له رابللو څخه انکار کړی وو، چې دده په وینا داسې نه چې د عدالت توهین وشي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG