د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام رژیم مخالفې ډلې یو سني خپل مشر کړ





په شام کې فعالان وايي چې د شام د حکومت مخالفې ډلې چې د یکشنبې په ورځ په قطر کې د حکومت ضد د یو ایتلاف په جوړیدو سلا شوي و یو سني ملا یې ددې ایتلاف د مشر په توګه ټاکلی دی.

د راپورونو له مخې د شام دغه منځ لارې ملا احمد الخطیب چې د جولای په میاشت کې له شام نه وتښتیده به د مخالفو او انقلابي ځواکونو لپاره د شام د ملي ایتلاف په نوم د حکومت د مخالفينو مشري کوي.

دا جوړجاړې وروسته له هغې رامنځ ته کېږي چې د شام د ملي شورا په نوم ډلې چې د حکومت مهمه مخالفه ډله ګڼل کیږي د عربي او غربي هیوادونو د فشار په نتیجه کې دې ته غاړه کېښوده څو له یو داسې چوکاټ سره متفق شي چې په کې د بشار الاسد هغه مخالفې ډلې هم شاملې وې چې نه غواړې ددې شورا په لیکو کې و اوسي

د شام د حکومت مخالفې ډلې د نړیوالې ټولنې د بیا بیا غوښتنو سره سره چې له دوی څخه یې د یووالي غوښتنه کوله له میاشتو راهیسې ویشلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG