د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو مشر په کوټه کې وویشتل شو





د پاکستان د کوټي په کچلاک سيمه کې د افغان وسله والو طالبانو يو مشر کومندان د ناڅرګنده وسله والو لخوا په ډزو وويشتل شو. که څه هم نوموړی په سمدسي توګه روغتون ته ورسول شو خو وضع يې د اندېښنې وړ ده.

ډېلي بيسټ ورځپاڼه ليکي، د افغان طالبانو مشران اندېښمن شوي چې په لومړي ځل د دوی يو مهم کومندان د کوټي ښار په اطرافو کې ويشتل کيږي. يو عيني شاهد ورځپاڼې ته ويلي چې ملا سيد احمد شاهدخېل له کوټي ښار څخه يو څو ميله ليرې په کچلاغ سيمه کې سودا اخيستل چې پر دوو موټر سايکل سپرو څلورو کسانو لخوا وويشتل شو.

نوموړی يې له نږدې څخه په پر پښه، نس او سينه وويشتی. که هم نوموړي خپله وسله را وايستل چې پر مخالف لوري ډزي وکړې خو وار د مخه لا نوموړی سخت ژوبل شوی و او پر مځکه را پرېوتی. تر پيښې سمدستي وروسته ملا شاهدخېل د کوټي روغتون ته يووړل شو چيري چې د ډاکټرانو په وينا د نوموړي وضع د اندېښنې وړ ده.

ورځپاڼه د مدرسې د يو طالب له خولې ليکي، څلور کسان ملا شاهد خېل ته راغلل او ورته وې ویل چې دوی د نوموړي نوي ګاونډيان دي او غواړي د ده احترام ته ورشي. د افغان دود سره سم نوموړي دغه څلور کسان خپل کور ته راوستل او چای يې ورکړې. تر مجلس وروسته ملا د کچلاغ بازار پر لور روان شو او داسي څرګنديږي چې دغه څلور کسان هم د نوموړي په تعقيب کې روان شول او بازار ته په رسېدو يې پر نوموړي ډزي وکړې.

ورځپاڼه زياتوي، د طالبانو په ليکو کې اوس دا اندېښنه پيدا شوې چې ملا شاهد خېل د چا لخوا وويشتل شو؟ نوموړي په تيرو لسو کلونو کې يو شمېر حريفان پيدا کړي دي. په ۲۰۰۳م کال کې چې کله طالبان پاکستان ته راغلل او د خپلو کورنيو سره يې يو ځای ژوند پيل کړی نو ملا شاهد خېل دوی يو ځل بيا راغونډ کړل او په افغانستان کي يې د ايتلافي ځواکونو په ضد مقاومت ته تيار کړل. نوموړي په غزني ولايت کې خپل عمليات تر سره کول او داسي باور کيږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په اداره کې فرانسوۍ کارکونکې بېټينا ګويسلارډ هم ده وژلې وي. نوموړی تر هغه سمدستي وروسته ونيول شو او شپږ کاله يې په کابل کې د ملي امنيت په توقيف خانه کې تېر کړل.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، افغان ولسمشر حامد کرزي د ځينو لاملونو پر بنياد ملا شاهد خېل په ۲۰۰۹م کال کې خوشي کړی که څه هم د ملي امنيت مشاورينو له دې ګام سره مخالفت ښودی. په کابل کې د ملي امنيت يو چارواکی وايي، موږ ته مالومه وه چې نوموړی يو خطر دی او موږ نه غوښتل چې دی خوشي کړو. موږ باور درلودی چې نوموړی به بيرته د طالبانو په ليکو ورګډ شي او په سمدستي توګه نوموړی کوټي ته ولاړی او يوه مدرسه يې پرانستل او بيا به يې افغانستان ته د بريدونو لپاره طالبان رالېږل. نوموړی وروسته د ملا محمد عمر لخوا د لغمان والي هم ونومول شو. د ملي امنيت چارواکی زياتوي، نوموړي په افغانستان کې ځانمرګې بريدونه تنظيمول چې د يوه پلان شوي ځانمرګې بريد په پايله کې د ملي امنيت مرستيال مشر عبد الله لغماني هم ووژل شو.

ورځپاڼه زياتوي، په پاکستان کې مېشت وسله وال طالبان شکونه څرګندوي چې کېدای شي د افغانستان د ملي امنيت مشر اسد الله خالد په پاکستان کې د ميشتو طالب مشرانو په ضد د يو پټې جګړې تياری نيسي او ملا شاهد خېل د هغه لړۍ لومړۍ کړۍ وي. خو د ورځپاڼې په وينا دا خبره هم له پامه نشي غورځول کېدای چې کېدای شي سخت دريځه طالبانو پر نوموړي ډزي کړي وي ځکه چې نوموړي د سخت دريځه طالب ځوانانو لخوا په جوماتونو او عام ولس د بريدونو غندنه کول. ورځپاڼه په پای کې ليکي، که هر څه وي خو يوه خبره باوري ده چې د ملا شاهد خېل د زياترو ملګرو په ذهنونو کې دا پوښتنې پيدا شوي چې راتلونکی وار به د دوی وي.

XS
SM
MD
LG