د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تر خپله وسه هڅه کوو طالبان د امن خبرو ته کېنوو "


اسلام آباد: د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني له پاکستاني وزیراعظم سره د لیدو پر مهال
اسلام آباد: د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني له پاکستاني وزیراعظم سره د لیدو پر مهال




د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې پيل کړې دي، چې موخه یې په افغانستان کې دسولې بهیر سره د پاکستان همکاري جلبول ده.

دسولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني بیګا ماخوستن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدارعظم سره په کتنه کې یوارې بیا په افغانستان کې د سولې بهیر سره د پاکستان د رښتینې همکارۍ غوښتنه وکړه.

اسلام اباد ته ورغلي د افغان سولې عالي شورا پلاوي د خپلو ملاقاتونو په ترڅ کې د سې شنبې پر ورځ د جعیت علماء اسلام ډلې له مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق پر ویز کیاني سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په باب خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې ددې شورا غړیو او افغان سفارت ددغو ملاقاتو د جزیاتو په باب له څه ویلو ډډه وکړه، خو د پاکستان د سرکاري تلویزیون د راپور له مخې افغان پلاوي او جنرال کیاني په افغانستان کې د سولې بهیر سره د پاکستان د مرستې او ګډې همکارۍ په باب خبرې کړي.

صلاح الدین رباني، چې تیرماښام د دې شورا د یوشمیر غړیو په ملتیا اسلام اباد ته رسیدلی ټاکل شوې د کوربه هیواد له ولسمشر او د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د یو شمیر سیاسي و مذهبي ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري.

په اسلام اباد کې یوه افغان ډيپلومات چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي مشال راډیو ته وویل، چې افغان پلاوي د پاکستان له وزیراعظمه په ټینګار سره وغوښتل چې دسیمې د ثبات په خاطر دې په افغانستان کې د سولې بهیر سره مرسته وکړي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې صلاح الدین رباني او ورسره پلاوي يې په دې لړ کې د پاکستان رول مهم وباله او تمه يې څرګنده کړه چې اسلام اباد په رښتینې همکارۍ سره خپل مسوولیت ترسره کړي.

نوموړي همداراز وویل، چې پاکستاني لوري رباني او د هغه پلاوي ته ډاډ ورکړ، تر خپله توانه به هڅه وکړي چې د طالبانو په ګډون ټولې وسله والې ډلې له دولت سره د خبرو اترو میز ته حاضر کړي.

په عین حال کې د پاکستان سرکاري خبري اژانس د راپور له مخې په دې کتنه کې وزیراعظم راجا پرویز اشرف په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د دواړو هیوادونو ګډه همکاري ضروري بللې او تمه يې څرګنده کړې چې ددغه پلاوي راتګ به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه روابط لاپسې پياوړي کړي.

ځینې رسنۍ ادعاکوي، چې دشورا دې پلاوي په پاکستان کې د یوشمیر بندي طالبانو دخوشې کولو او د حقاني شبکې له مشرانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه هم کړې، خو پاکستاني چارواکو او د سولې عالي شورا مسوولینو لا په دې باب څه نه دي ویلي.

افغان دولت له دې وړاندې هم د ملابرادر په ګډون په پاکستان کې د یوشمیر بندي طالبانو د خوشې کولو او افغانستان ته د سپارلو غوښتنې کړې دي.

ملابرادر چې دا مهال په پاکستان کې بندي دی د وسله والو طالبانو په لیکو کې د نفوذ خاوند ګڼل کیږي او ویل کیږي چې تر نیول کیدو وړاندې یې له افغان دولت سره پټې خبرې پيل کړې وې او ښايي له همدې امله نیول شوی هم وي.

د سولې عالي شورا دمشر دغه سفر چې ټاکل شوې وه په تیرې روژې میاشت کې ترسره شي له دې امله ځنډول شوی و چې افغان دولت او دغې شورا په دې لړ کې پخواني سفرونه تشریفاتي او بې ګټې بللي ول.


مجیب الرحمان انګار پېښور

XS
SM
MD
LG