د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو له کانټینرو سامان ایستل شوی


نیول شوی ټانکر
نیول شوی ټانکر
فرهاد شینواری

لواړګی - په تورخم پوله د پاکستان کسټم چارواکي وايي چې دوی په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو له پاره سامان وړونکي څلور داسې کنټینر په خپله ولقه کې اخیستی دي چې د خوا وشا درو لاکو ډالرو سامانومه ترې غلا شوی دی، او د متبادل په توګه ئې پکې د وزن برابرولو د پاره خام سیمټ، شګه او د سیمټو بلاکونه اچولي ول.


دوی وايي د دغو کنټینرو د ماتولو او د سامانونو د غلا کولو په تور کې ئې شپږ کسان نیولی دی.

د دوی په وینا په دې کې زیاتره د ګاډو بیټرۍ وي چې په کابل کې امریکائې بیس ته وړل کیدي.

د دوی په وینا دغه کنټینر د خیبر درې په لاره په جمرود کې د نیشنل لاجسټک سیل تالاشۍ نه هم را تیر شوی دی، خو د دې باوجود هلته نه دی نیول شوی، او دوی ته اطلاع ورکړل شوې وه او چې کله یې په تورخم ټرمینل وکتل نو د دې نه سامانونه ویستل شوی وو.

په دې اړه باندې په تورخم پوله د کسټم یو چارواکی عطامحمد مشال راډیو ته وویل:

(( د دغو کنټینرو چتونه مات شوی او بیا ویلډ شوی وو، نو موږ ته پته ولګیده چې سامانونه ترې غلا شوی دی،موږد دغو ګاډو، ۴ ډرایوران ، د کسټم کلیرنګ یو ایجنټ او د ټرانسپورټ کمپنۍ یو تن نیولی دی،او د دې پلټنې مو پیل کړی دی))

دا چې د ناټو ځواکونو د پاره رسد وړونکو دغو کنټینرو نه سامانونه څنګه ویستل کیږی؟

په دې اړه باندې په تورخم پوله د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن صدر زرقیب خان وايي:

(( د ناټو کنټینرو د سیل ماتولو د پاره خپل لوهاران او مستریان وی،هغوی ئې هر ډول سامان لری،نټونه او بولټونه ترې لري کړی او بیل ئې د سامان غلا کولو نه پس هم هغه شان بیا جوړ کړی. په دې کې ورسره ډرایوران او د ګاډی مالکان هم شریک وی،او یوازي په خیبر کې نه بلکه په کراچۍ، کویټه، پنجاب او پیښور کې هم دغه کنټینرماتیږی او سامانونه ترې ویستل کیږي))

په تورخم پوله د کسټم چارواکو زیاته کړه، دوی به په اسلام آباد کې امریکايي سفارتخانې سره په دې اړه تماس نیسي او د دغه سامان تفصیل به ترې غواړی او د غلا کولو پوره پلټنې به یې کوی.

یاده دې وي چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د سلالې تر پیښې وروسته اسلام آباد په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د پاره د رسد وړلو لارې تړلې وي خو د روان کال په جولائې میاشت کې ئې دغه لارې یو ځل بیا خلاصې کړی دی، او د خیبر درې او چمن په لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د پاره رسد روان دی.
XS
SM
MD
LG