د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د بنګلایانو وژنې له پاره بښنه وغواړي


بنګلا دیش له پاکستانه مطالبه کړې چې د ۱۹۷۱ کال د هغه جنګي جرمونو بښنه دې وغواړي چې د بنګلا دیشيانو د خپلواکۍ مبارزې ځپلو پر مهال يې کړي.

د بنګلا دیش حکومت وايي، هغه وخت ۳۰ لکه خلک وژل شوي ول.

دا مطالبه د جمعې پر ورځ، د بنګلا دیش د بهرنيو چارو وزير ديپو موني په ډاکه کې د پاکستاني بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر سره ملاقات کې کړې ده.

د بنګلا دیش د حکومت يو وياند رسنيو ته ويلي، حنا رباني کر خپل بنګلا دیشي سيال ته په ځواب کې وويل چې پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو شکلونو د ۱۹۷۱ په وژنو افسوس ښودلی او اوس بايد دواړه ملکونه مخکې لاړ شي.

د يادونې وړ ده چې هغه وخت په شرقي پاکستان کې میشت بنګلا مسلمانانو د هند په مرسته له پاکستانه تر نهو مياشتو جګړې وروسته په ۱۹۷۱ کې ازادې واخيسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG